Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ډنډ ولسوالۍ رېګستان، د موټر ځغلولو په ژمني مېله ځای بدل شوی

د کندهار ډنډ ولسوالۍ رېګستان، د موټر ځغلولو په ژمني مېله ځای بدل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

کندهار کې د نورو ولایتونو په څېر ځينې سیمه ییزې لوبې او د تفرېح میلې شته چې یوه یې په ډنډ ولسوالۍ کې د موټرو ځغاسته ده.
د دې ولـــــــــــسوالۍ په رېګونو کې هره جمعه د موټرونو ځغاستې سیالۍ کېږي او د ماښام تر ناوخته دوام کوي.
د سیمې اوسېدونکي وايې، دې سیالیو ته اوس له نورو ولایتونو او لرې سیمو هم خلک د سیل او تفرېح لپاره راځي.
د کندهار اوسېدونکی عبدالواحد اغا وايي: « دې ځای ته رېګستان وايي، دلته د کندهار خلک راځي او دا غټ موټران راولي او د موټر ځغلولو مېله کوي. همدارنګه ځینې کسان حتا د شپې له مخې هم دلته وي، د پخلي توکي له ځانه سره راوړي او دلته پرې مېله جوړوي.»

د کندهار اوسېدونکی محمد صادق وايي: «دلته هره جمعه ډېر خلک راځي او مېله کوي. معمولا ً د ځغلولو لپاره ګران بیه او قوي موټر کارول کېږي.»

د کندهار اوسېدونکی شریف الله وايي: «اوس دا ځای د خلکو په ژمني مېله ځای بدل شوی. دلته ډېر کسان د ځغاستې موټران راولي، خپله هم ساتېري کوی او د نورو هم سات ورتېروي.»

په دې سیالیو کې له ډېرو ګران بیه موټرو لکه لنډ کروزر، فراډو، لکسېس، فورنر، فورټینر او نورو پیاوړو موټرو کار اخیستل کیږي.

د موټر ځغاستې مینه وال محمد صادق وايي: « دلته د کندهار خلک د جمعې په ورځ د موټر ځغلولو مېله کوي. په دې موټرو کې فرونر، صرف، پراډو او نور ګرانه بیه موټر کارول کېږي.»

یو بل مینه وال سیف الرحمن وايي: « په دې موټر کې د ۳ میلیونه، ۳ میلیونه او ان ۵ میلیونه پورې بیه لرونکي موټر شته؛ ځکه دې رېګستان ته کمزوري موټر نه شي راتللی او هغه موټر چې سیالي کوي، دا نو بیا باید قوي وي.»

د کندهار ډېری اوسېدونکي د ارغنداب ولسوالۍ باباولي زیارت، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند، د خاکریز ولسوالۍ د شاه اغا زیارت او ګڼو نورو ځایونو ته د تفریح لپاره ورځي، مګر سږ ژمی په ډنډ ولسوالۍ کې د موټرو د دې سیالیو مېلې ته هم ډېر خلک ورمات دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist