Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت دې جلاوطنه افغان سیاسیونو او پخوانیو چارواکو ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/19

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،اسلامي امارت دې جلاوطنه افغان سیاسیونو او پخوانیو چارواکو ته د بېرته را ستنېدو زمینه برابره  کړي او په دې برخه کې دې په داسې پروسیجر کار وکړي،چې دغه پخواني سیاسیون د عادي افغانانو په څير ژوند پیل کړي.

دوی وايي،  پخوانیو سیاسیونو ستر فرصتونه له لاسه ورکړي او په تیرو شلو کلونو کې افغانستان ته له راغلو امکاناتو یې شخصي استفادې کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د جمهوریت وخت چارواکو چې اوس تښتیدلي دي،دا هغه څیرې دي،چې دوی زیات فرصتونه له لاسه ورکړي دي او افغانستان ته راغلي امکانات یې مدیریت ونه شو کړی. طالبان باید داسې یوسیستم برابر کړي،چې دغه تښتیدلي سیاسیون بېرته هیواد ته راشي،خو واک دې شریک نه کړای شي.»

یو شمېر نور بیا وايي،  مخکې له دې چې دغه سیاسیون هېواد ته راستانه شي،یو ځل دې په خپلو کړنو کتنه وکړي او په هغې انګیزه او فکر دې وطن ته نه راځي،چې د واک جزیرې به جوړې کړي.

دوی وايي دغه تښتیدلي پخواني سیاسیون اوس  د افغان ولس او نړیوالې ټولنې له خولې او سترګو پرېوتي دي او د دوی په راتګ سره د واک توازن هم نه شي جوړېدلی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« افغان سیاسیون مخکې له دې چې بېرته راشي په اینه کې دې ځان وګوري،چې ایا د خلکو له سترګو لوېدلي دي او که اوس یې هم هرکلی کېږي؟ دا پوښتنه دې له ځانه وکړي،نور دې په دې فکر کې نه وي،چې په افغانستان کې  دې د قدرت جزیرې جوړې کړي او د دغو سیاسیونو راتګ په افغانستان کې د قدرت توازن مسله نه شي حل کولی. حقیت دا دی،چې دوی  د نړیوالې ټولنې له سترګو هم لوېدلي دي.»

که څه هم محمد اشرف غني د بېرته  راتګ مسله د اسلامي امارت له لوري نه ده تائید شوې، خو د مخکیني ولسمشر  ورور حشمت غني احمدزي له دویچه‌ ویلې سره په تازه خبرو کې ویلي، مخکنی ولسمشر خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو ته د اغېزمن تمامېدو په شرط لیواله دی، خو له بیاځلي سیاست سره هېڅ ډول علاقه نه لري.

احمدزي زیاته کړې:« یو ځل وګورو،که موثر تمامیږي،ولسمشرحاضر دی،چې افغانستان ته بېرته راوګرځي او په فعلي حالت کې ځینې داسې سوالونه شته دی،چې مخکې له دې داسې یو تصمیم ونیول شي،باید هغه سوالونه حل شي. هغه له وړاندې ویلي، په اخري عمر کې افغانستان کې ووسي او وشي کولای،چې خیر ورسوي او هغه عادي افغان کیدای نه شي،ځکه د افغانستان مخکینی ولسمشر نړیوال او سیمه ییز ارتباطات لري او کیدای شي چې په اقتصادي برخو کې موثر تمام شي، خو دا خبره یې واضع ده،چې بیاځلي سیاست ته د راتګ لپاره علاقه نه لري.»

له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامدکرزي او د سولې شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله له لوري له اسلامي امارته غوښتل شوي ول،چې ټولو هغو پخوانيو سیاسیونو ته چې  له هېواده بهر دي،د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.

په دې برخه کې بیا  د اسلامي امارت موقف دادی،چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او هغه افغانان چې له هېواده بهر دي،که عادي افغانان دي او یا هم سیاسیون کولای،چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او ارام ژوند ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist