Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/17

پکتیا ولایت کې له  ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال سلواغې پر ۲۷ مه» د المان سولې کلي موسسې له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.

 د پکتیا سرې میاشتې مشر الیاس ناصري وايي، دغه مرسته مرکز ګردیز او زرمت ولسوالۍ کې پر هغو کورنیو ووېشل شوه،چې غړي یې د مخکیني حکومت او د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي. 

ناصري زیاته کړه:« له دغو بې وزله کورنیو سره دغه مرسته د المان سولې کلي موسیسې له لوري ترسره شوه ، چې اوړه ، وریجې ، لوبیا ، دال ، بوره او مالګه په کې شامل دي.» 

د مخکیني حکومت او د اسلامي امارت لیکو کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو غړي د خوراکي توکو مرسته کولو ته خوشاله دي،خو له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د کار موندنې برخه د همکارۍ غوښتنه کوي. 

د مخکېني حکوت د  یوه وژل شوي سرتیري کورنۍ غړی وايي:« کارونه نه شته  دی. زموږ غوښتنه دا ده،چې د کار زمینه راته برابره شي. هیڅوک کار نه لري  او له دا ډول مرستو ډېره مننه کوو.» 

د مخکېني حکوت د  یوه بل وژل شوي سرتیري کورنۍ غړی بیا وايي:« له موسیسومو غوښتنه دا ده،چې په کورونو کې کونډې یتمیان لرو، ډېر بې وزله یو. له موږ سره دې مرسته وشي.» 

د المان سولې کلي موسسې مشر ینس وايي، هېواد یې له دېرشو کلونو راهیسې د ماشومانو د روغتیا برخه کې کار کوي او اوس پر بې وزله کورنیو د خوراکي توکو ویش یې پیل کړی، چې راتلونکې  کې به هم دوام وکړي.

ینس زیاتوي:« له دېرشو کلونو ډېره موده کېږي،چې موږ دلته افغانستان کې چې له سرې میاشتې سره همکاري لرو او په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو برخه کې چې سوزیدلي وي درملنه یې کوو. اوس مو د خوراکي توکو مرستې هم پیل کړي او دا مرستې به راتلونکي کې هم دوام وکړي.» 

د المان سولې کلي موسیسې مسوولین وایي،امکاناتو ته په کتو به ورته مرستې د پکتیا نورو ولسوالیو ته هم وغځوي او یو شمیر نور مرستندوبه بنسټونه به هم وهڅوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist