Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت: تېرو ۴ کالو کې ښوونځیو او مدرسو ته له ۱۳۰۰ زیاتې ودانۍ جوړې شوې دي

پوهنې وزارت: تېرو ۴ کالو کې ښوونځیو او مدرسو ته له ۱۳۰۰ زیاتې ودانۍ جوړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

پوهنې وزارت وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۱۳۶۸ ودانۍ ښوونځيو او مدرسو ته جوړې شوې او دغه راز په یاد موده کې د ښوونځيو او مدرسو اړوند ۳ زره ٩٧٠ ودانۍ بیارغول او ترمیم شوي هم دي.

د دې وزارت د مسوولانو په خبره، پوهنې وزارت د خپلې بودیجې اوهم د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ د روان ښوونیز کال له پیل راهیسې په کابل، غزني، بامیان، کونړ، جوزجان، لوګر، پکتیا، نیمروز، لغمان، سرپل، زابل، غور، ارزګان، کندهار، فاریاب، هرات، بغلان، فراه او پکتیکا ولایتونو کې د ۲۳۸ بابه ښوونځیو او مدارسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او یا هم تر کار لاندې دي چې شاوخوا ٢.٥ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راغلی.

د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د زده کوونکو لپاره معیاري، خوندي او هوسا چاپېریال رامنځته کړي. د پوهنې وزارت له عادي بودیجې، د خیریه بنسټونو او معارف دوسته خلکو په په مالي ملاتړ د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې د کابل ښار په ګډون، ۱۹ ولایتونو کې د ۲۳۸ بابه ښوونځیو او مدارسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او یا هم تر کار لاندې دي. پر دغو پروژو ۲.۵ میلیارده افغانۍ لګښت راغلی.»

نوموړی زیاتوي، د کابل په ګډون ۳۱ ولایتونو کې د پوهنې وزارت د بودیجې او د مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د ۹۷۰ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم شوې او یا هم تر کار لاندې دي چې پر دغو ترمیماتي پروژو شاوخوا ۱ میلیارد،۲۷۰ میلیونه، ۷۴۶ زره او ۲۷۵ افغانۍ لګښت راغلی.

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي، دا وزارت ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته دیني او عصري زده‌ کړې په متوازنه توګه ورسوي او هېڅوک له زده ‌کړو محروم پاتې نه شي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي: « همدارنګه د کابل ښار په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې او د خیریه بنسټونو او معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ د ۹۷۰ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې او یا هم تر کار لاندې دي. پر دغو ترمیماتي پروژو ۱ میلیارد، ۲۷۰ میلیونه ۷۴۶ زره افغانۍ لګښت راغلی. د یادونې وړ ده چې د دغو رغنیزو او ترمیماتي پروژو ډېره برخه بشپړې شوې او پاتې یې تر کار لاندې دي.»

بل پلو، ښوونکي او استادان د زده ‌کړو کیفیت پر ښه ‌والي ټینګار کوي او وايي، په ښوونځیو کې باید د زده ‌کوونکو لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې شي.

د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل وايي: « د ښوونیز نصاب منظمول او د مرستندویه درسي موادو چمتو کول د دې سبب کېږي چې هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر ګړندی شي.»

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « یو د دنیا لپاره کار کوي او بل د آخرت لپاره. دا دواړه باید متوازن پرمخ لاړ شي ترڅو هم په دې نړۍ کې سر لوړي شوی او هم هغه نړۍ کې.»

مسوولان وایي، د پکتیکا، نورستان، کابل، کونړ، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د روان کال له پیل راهیسې د خلکو او همکارو بنسټونو له لوري د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ودانیو په برخه کې شاوخوا ۹۲ میلیونه، ۹۱۴ زره او ۴۸۴ افغانۍ مرسته شوې. دا مرستې د ښوونیز چاپېریال د پیاوړتیا او د زده ‌‌کوونکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه لګول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist