Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ژغورنې نړیواله کمېټه: که د افغانستان وضیعت په اړه امریکايي او اروپايي چارواکي لاس په کار نه شي لوږه به ډېر افغانان ووژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/16

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د سې شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۶مه»  په خپل تازه راپور کې ویلي،که امریکا او اروپا د افغانستان اوسني وضیعت په تړاو لاس په کار نه شي، لوږه به نور ډېر افغانان هم ووژني.

راپور کې وړاندې راغلي، د افغانستان روان کړکیچ دلته د جګړو او نورو طبیعي پېښو له امله نه بلکې د نړېوالو پالیسیو له امله ده،چې اړتیا ده پر دغو پالیسیو له سره غور وشي.

افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې ډایرکټره  ویکي اکن وايي:« ډېری افغانان اوس پر بشري مرستو ژوندي پاتې دي،چې دا مرستې د حکومت فعالیتونو ځای نه شي نیولی. پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو، کنګل شویو پیسو او د بهرنیو مرستو دریدلو اغیزې د هر افغان کور ته رسیدلي دي. افغانستان یوازې مرستو ته اړتیا نه لري، دلته باید اقتصادي چارې پیل شي، ترڅو خلک کار وکړي او خپلې کورنۍ ملاتړ کړي.» 

اکن وايي، له تحول مخکې د ۷۵ سلنه افغانانو ژوند پر بهرنیو مرستو متکي و، چې دا مرستې اوس دریدلي او په پایله کې یې د بېوزله خلکو سلنه ۹۷ ته پورته شوې،چې د ځمکې پر سر یې ساری نه لیدل کېږي.

هغه  وایي،دلته له وړاندې بشري بېړنۍ وضیعت و،چې اقتصادي بحران لا ورته لمن ووهله او د افغانستان ۲۵ سلنه نفوس یې د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ کړ.

اکن زیاته کړه«افغانان دمګړی د نړیوالو پالیسو سزا ګوري،چې میلیونونه خلک د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. راتلونکو شپږو میاشتو کې باید پرمختګ رامنځته شي او دا چاره د نړیوالې ټولنې په لاس کې ده. که پرمختګ رامنځته نه شي،زیان به یې ډېر لوړ وي.» 

د ژغورنې نړیواله ټولنه وایي، په اوس کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلک د خوړو له نه خوندیتوب او یو میلیون ماشومان له خوارځواکی سره مخ دي.

دا کمیټه وایي،که د اوسني بشري ناورین مخه ونه نیول شي،روان وضیعت به دومره انسانان ووژني،چې په تېرو شلو کلونو کې جګړې نه دي وژلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist