Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړۍ ته د ملابرادر پیغام: د بندیزونو او فشارونو په ځای، افغانستان سره اقتصادي اړیکې جوړې کړئ

نړۍ ته د ملابرادر پیغام: د بندیزونو او فشارونو په ځای، افغانستان سره اقتصادي اړیکې جوړې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري، خو د ده په خبره، دلته اساسي شرط دا دی چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.

ملا برادر د شنبې په ورځ بلخ کې د یوه سوداګریز مارکېټ پرانېست غونډې ته د خبرو پرمهال زیاته کړې، نړۍ باید د بندیزونو او فشارونو په ځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

ملابرادر دغه راز ویلي، یو پیاوړی او هوسا افغانستان  د نورو هېوادونو په زیان نه بلکې د دوی له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې: «موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غواړو چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي. په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي. اسلامي امارت د سیمه ایز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.»

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړې، له خصوصي سکټور سره د سترو اوږد مهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضېح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده. د ده په خبره، هر څوک کولی شي له دې موقع مناسبه ګټه پورته کړي.

ملا برادر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې دا مهال د ازبېکستان او ایران مشرانو هم په خپلو  وروستیو څرګندونو کې له افغانستان سره د تعامل په اړتیا ټینګار کړی او وايي، افغانستان د سیمې په سترو اقتصادي پروژو کې مهم رول لري.

دغو مشرانو ویلي، دوی ته په کار ده چې په ګډه داسې اقدامات  ترسره کړي چې په سیمه ییزو همکاریو کې افغانستان فعاله برخه واخلي.

له بل لوري، ځینې څارونکي هم په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټنیګار کوي او وايي، له دې سره به اکثریت ستونزې حل شي.

د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « دا ډېره ښه خبره ده چې هېوادونه له افغانستان سره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپېژني. دا چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ښې کېږي او ورسره نړۍ ته الوتنې کېږي، پانګونه کېږي، نړیوال موسسات راځي او د افغانستان استازي به په نړۍ او ملګرو ملتونو کې شتون ولري، دا هرڅه ډېر ښه دي او افغانستان ته ګټه رسوي.» 

له افغانستان سره د تقابل او فشار په ځای د اقتصادي اړیکو د پراخولو دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې همدا اوس له هند او ایران څخه نیولې تر منځنۍ آسیا پورې د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو په برخه کې پراخې هڅې روانې دي.

د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او په ورته وخت کې کابل کې هره دویمه ورځ د ګاونډ او سیمې هېوادونو د پلاوو پرله پسې سفرونه دا جوتوي چې له افغانستان سره په سیمه ییزه کچه تعامل په پراخېدو دی او دا تعامل د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړې کولو ته زمینه برابروي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکې دی، خو دا ټینګار هم کوي چې دا اړیکې باید د سیاسي فشارونو د وسیلې په توګه و نه کارول شي.

د اسلامي امارت له خوا  له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو له منځه وړلو یو اساسي علت هم دا و چې اسلام اباد له لسیزو راهیسې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist