Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا استناف محکمې مشر: د مخکېني حکومت محکمو پرېکړې بیا ارزول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/14

په سوېل کې د پکتیا استناف محکمې مشر عبیدالله وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د بېلابېلو مسایلو په اړه د مخکېني حکومت د محاکمو پریکړې په استناف او ستره محکمه کې تعقیب کېږي او د درې ګونو محکمو پریکړه د شریعت په رڼا کې ارزول کېږي.

عبیدالله زیاته کړه:« هغوی چې کومې پرېکړې کړي،د اسلامي امارت له هدایت سم که درې ګونو محکمو پریکړه کړي وي،د اسلامي امارت د دارالافتا له لوري ارزول کېږي،چې له شریعت سره خو به په ټکر کې نه وي.» 

په ورته وخت کې د استناف محکمې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د سیدکرم ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ اته کلنه دښمني پای ته ورسوله .

نورمحمد د قاتل پلار وايي:« زما زوی، زما وراره او خپل د  تره زوی یې وژلی وه، ما خپل زوی جلا کړ او له کوره مې وشاړه. زه ډېر پرې خفه وم، زما خو دواړه زامن دي.» 

محمد رحمان د وژل شوي کس ورور بیا وايي:« موږ خپل تره او د تره زوی ته بښنه وکړه او دا مو ونه غوښتل، چې زموږ یو ورور مړ شي بل ورور او یا تره مو بندي شي.»

اخوا د پکتیا مرستیال والي عزیزالرحمن منصور وایي، په دغه ولایت کې د کورنیو او قبیلو پر کچه ورته دښمنۍ شته او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې تر منځ یې روغه وشي او دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې شي.

 منصور زیاته کړه:« پکتیا کې دا ډول قضایاوې شته دی.دا قضیې پر لوړه او ټیټه کچه شته دي. موږ هڅه کوو،چې د ټولو اړخونو پر خوښه او د اسلامي شریعت په رڼا کې یې حل کړو او دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې کړو.»

د پکتیا استناف محکمې مشر عبیدالله وايي، ، د اته ولسوالیو لپاره یې قاضیان ټاکلي او په ټولییز ډول یې هڅه دا ده،چې ټولو ولسوالیو کې عدلیي او قضایي ارګانونه فعال او د خلکو اړوند ستونزې پر وخت هوارې کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist