پنټاګون له کانګرس غوښتي چې سرتېري دې له افغانستان نه باسي.
د امریکا دفاع وزارت سنا مجلس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د سوېلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا ستراتيژۍ پر طالبانو فشار زیات کړی او ګټوړه تمامه شوې ده.
د پنټاګون دغه راپور داسې مهال وړاندې کېږي چې سپینې ماڼۍ پنټاګون ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه د زرګونو سرتېرو د اېستلو لپاره تیاری ونیسي.
له دې وړاندې بیا طالبانو ویلي و، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او نه وتل د امریکایي جنرالانو د فرمایش خبره نه ده او دوی به یې په زور له افغانستان وباسي.
له دې سره ناټو ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل ګنګوسې دي.
افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر سکاټ مېلر ويلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبر صرف ګنګوسې دي او تر اوسه ورته په دې اړه رسمي امر نه ده شوی.
میلر ویلي، که د پوځونو د وتلو حکم ورته هم ورکړل شي، نو دوی به د افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي.
له دې سره میلر هم باور لري، چې په افغانستان کې جګړه او زور نه، بلکې نرمه غاړه او سیاسي مذاکرات د ستونزو حل دي.