Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دیني علما: عصري زده کړې د هېواد د پرمختګ اساس دی

دیني علما: عصري زده کړې د هېواد د پرمختګ اساس دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

په کابل کې له احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټیوټ څخه لسګونه کسان فراغ شول او فراغت یې د یوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شو.

د غونډې ګډونوالو فارغانو ته پر مبارکۍ سربېره د دیني زده ‌کړو ترڅنګ عصري علوم او ساینس د پرمختګ لپاره اړین وبلل.  په غونډه کې یو شمېر ګډونوالو په وروستیو کې عصري علومو ته د حکومت پاملرنه وستایه، خو ټینګار یې وکړ چې له نړۍ سره د سیالۍ او پر خپلو پښو د درېدو لپاره باید د ټېکنالوجۍ په برخه کې د اوسني عصر مطابق اسانتیاوې زیاتې او ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

ديني عالم قاري نور الربي وايي: « که زده کړو او بېلابېلو علومو ته پاملرنه زیاته شي، افغانان به د علم په برخه کې هم په نړۍ کې سرلوړي شي. زه له ټولو غوښتنه کوم چې خپلې علمي تجربې او زده کړې لا پورته کړي. څوک چې ۱۴ ام پاس دي، باید لیسانس زده کړې وکړي، لیسانس ماسټري او ماسټران هم دوکتورا واخلي.»

یو شمېر نورو ګډونوالو بیا له ځوانانو وغوښتل چې یوازې د سند او نوم له لپاره دې زده ‌کړې نه ‌کوي بلکې خلکو او هېواد ته خدمت باید له اصلي موخو وي.

د کابل ۱۶مې ناحیې د علماوو مشرمحمد ابراهیم سادات وايي: « دا جشن د زده کړو د یوې مرحلې پای نه دی بلکې د دین، امت او ټولنې پر وړاندې د یوه بل مسوولیت پيل دی.»

د لېسې مدیری رحمت‌الله مظلومیار وايي: « موږ باید سم نصاب جوړ کړو، دلته مطابقت ورکړو او بل نصاب ترېنه وباسو. خو که هرڅه همداسې معطل وي، ښکاره خبره ده چې ګډوډۍ راپیدا کېږي.»

د احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټیوټ له اقتصاد، کمپیوټر ساینس او انګلیسي ادبیاتو څانګو څخه ۱۲۷تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د یاد انسټیټیوټ آمر وایي، پر نظري زده ‌کړو سربېره یې زیاته پاملرنه د محصلینو عملي او مسلکي روزنې ته کړې او په همدې موخه یې د مسلکي او حرفوي زده ‌کړو ځانګړي ټولګي فعال کړي دي.

د احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمر نصرت‌الله حقيار وايي: « ستاسو فراغت د علم او مسلک فراغت نه دی بلکې د یوې علمي دورې فراغت دی، ټولنه له تاسو ډېرې هیلې او توقعات لري. خلک د صادقانه خدمت تمه لري.»   

بله ‌خوا، تازه فارغ شوي د خپلو زده‌ کړو د تحصیلي پړاو پر بشپړولو د خوښۍ تر څنګ له حکومت او نورو ادارو د کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

تازه فارغ شوی عبدالمصور عمران وايي: « اوس د نوې ټکنالوجۍ زمانه ده او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي. که نړۍ سره سیالي غواړو، باید دې برخې ته پاملرنه زیاته شي.»

فارغ شوی احمد هلال کاکړ وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې له فراغت وروسته زموږ عملي کار ته پاملرنه وکړي او د دې زمینه برابره کړي، ترڅو موږ په مسلکي ډول فارغ شو.»

د احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انستیتيوټ د پلازمېنې زون اړوند د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې په اډانه کې فعالیت لري او په ۱۳۹۲لمریز کال له تأسیس وروسته يې په شپږو بېلابېلو څانګو کې تر اوسه زرګونه ځوانان روزلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist