Skip to content
د کابل نمهمې ناحیه کې نن یکشنبه د «۱۴۰۰کال د سلواغې پر ۲۴ مه» د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې له خوا پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په تازه ویشل شویو مرستو کې،غوړي، اوړه، وریجي، لوبیا، چای او بوره شامل دي.
د یادې کمېې مشر محمد عالم شهاب وايي، په پام کې لري چې د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته مرستې ووېشي او د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي.
شهاب زیاته کړه:« زه دا ډاډګېرنه ورکوم،د خپل دفتر لخوا چې همداسې ډاډګېرنه زموږ مسوول له خوا په جرمني کې راکړل شوې،چې د هغوی کورنۍ وړوکې مؤسسه جوړه کړې نو ډاډ درکوم،چې موږ خپلو خلکو سره یوو.»
د کابل مهاجرینو ریاست مشر عبدالمتین رحیمزی وایي، د مرستو د وېش برخه کې شفافیت دی او حق حقدار ته رسېږي.
رحیمزی وایي، د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټه د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته لاس په کار شوې او هره اوونۍ سلګونه کورنیو ته مرستې وېشي.
هغه زیاته کړه:« له کله چې اسلامي امارت حاکم شو، له هغې ورځې تر نن چې موږ کله پر دوی غږ کړی، لبیک یې ویلی دی.هره اوونۍ دوه وارې یا درې وارې د دې موسسې له لوري توزیعات لرو.»
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې د کابل ښار نهمه ناحیه کې تېره اوونۍ هم ۴ سوه اړمنو کورنیو ته مرستې وېشلې وې،چې له نننۍ مرستې سره د یادو کورنیو شمېر نهه سوو ته ورسېده.