Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه د « ۱۴۰۰ کال سلواغې پر ۲۴ مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د امریکا له لوري کنګل شوې پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه دي، دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.
کرزي وویل،هېڅ دولت د هېواد د ملي خزاني څښتن نه دی،د هېواد د ملي خزانې څښتن یوازې افغان ملت دی.
هغه غوښتنه وکړه،چې کنګل شوې پیسې باید بېرته د افغانستان مرکزي بانک ته ستنې شي،مصرف باید نهشي.
د کرزي په خبره،دا پیسې د ورځني مصرف لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو پانګه ده،چې باید خوندي شي.
د پخواني ولسمشر په خبره اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه و راوړی؛ بلکې بهرنیانو افغانستان ته راوړی وه.
د کرزي په باور د افغانستان خلک د ترهګرۍ قربانیان دي او څوک قرباني ته جزا نهورکوي.
حامد کرزي یوځل بیا وویل چې اسلامي امارت باید یوې ملي ناستې یا لویې جرګې ته زمینه برابره کړي چې له دې لارې یې خلک د هېواد د راتلونکې په اړه پهکې پرېکړه وکړي.