Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لغمان کې په ۵۲ میلیونه افغانیو د یوه پل جوړولو چارې پيل شوې

لغمان کې په ۵۲ میلیونه افغانیو د یوه پل جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

د لغمان ولایت  مرکز مهترلام اړوند زیارت کلي کې د سیند پر سر د یوه پل جوړېدو چارې پيل شوې. چارواکي وايي،  د دې پل پر جوړولو ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د مسوولینو په خبره، د پل جوړېدو لګښت  د حکومت له بودیجې ورکول کېږي او ټاکل شوې چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د لغمان ټولګټو رییس ملا همایون وايي: « دا پل ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري. دا پل په ۵۲ میلیونه افغانیو جوړېږي او په ۱۲ میاشتو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پیسې د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي.»

چارواکي ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به رغنیزې پروژې زیاتې او ستونزو ته ته د حل موندلو هڅې ګړندۍ شي.
د لغمان والي قاري بختیار معاذ وايي: « د لغمان ټوله اداره د خلکو په خدمت کې ده. موږ له شرکت لرونکو هم غوښتنه کوو چې د پل کیفیت ته پاملرنه وکړي او له معیارونو سره سم یې جوړ کړي.»

د سیمې خلک او موټر چلوونکي د د دې پل پر جوړېدو خوښ دي او وايي، په دې ځای کې د پل نه شتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لغمان اوسېدونکی اصحاب الدین وايي: « د دې پله له جوړېدو سره به د ډېرو خلکو ستونزې حل شي.»

د لغمان یو تن موټر چلوونکی رحمت الله وايي: « دلته د پله نه شتون له امله موږ اوږده لاره وهو، ترڅو له یوې خوا بلې خوا ته تېر شو. که دا پل جوړ شي، زموږ مزل او ستونزې به لنډې شي.»

لغمان کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د مخنیوي او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، ،دغه پل داسې مهال جوړیږي چې ورځ تر بلې په دې ولایت کې د نقلیه وسایطو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د ټرافیکي ګڼه ګوڼې له امله خلک خپلو ورځنیو چارو ته پر وخت رسېدنه نه شي کولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist