Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې سیمه‌ییزې ناستې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلافاتو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی

ایران کې سیمه‌ییزې ناستې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلافاتو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

د ایران په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د روسیې او ګاونډ هېوادونو د ځانګړو استازوڅلورمه ګډه ناسته د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

دغه دوه ورځنۍ ناسته، چې د روانې ډسمبر په ۱۴مه پیل شوې وه، د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د ګډونوالو هېوادونو داستازو ګډ نظر شریک کړ.

اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو د مذاکرې او ډېپلوماتیکو چینلونو  له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی او له ټولو هغو هڅو يې ملاتړ کړی، چې دا مهال د يادو اختلافاتو د حل  په موخه دوام لري.

ایران کې د سيمه‌ييزې ناستې اعلامیه (( له ټولو هغو هڅو، چې د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو د حل په برخه کې روانې دي؛ ملاتړ وشو او د یادو هڅو له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره د چمتووالي خبر ورکړل شو. په ورته مهال له دواړو هېوادونو وغوښتل شول، چې د مذاکرې مېز ته لاړ شي او موجوده ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو چارو حل کړي.))

د افغانستان لپاره د روسیې په ګډون د ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو په ګډه اعلامیه کې د سیمې او افغانستان اړوند موضوعاتو د حل په برخه کې د سیمې په مرکزیت د حل لارو پر موندلو ټینګار شوی.

دغه‌ راز د افغانستان د ثبات پر پیاوړتیا ټینګار شوی او د ترهګرۍ، نشه‌يي او انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې ملاتړ ته چمتووالی ښودل شوی.

ایران کې د سيمه‌ييزې ناستې اعلامیه ((د افغانانو د ژوند د ښه‌والي په موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د دوام پر اهمیت ټینګار وشو او په سیمه‌ییزو سیاسي او اقتصادي پروسو کې یې د دې هېواد د ادغام اړتیا ته اشاره وکړه. په افغانستان کې امنیتي اندېښنو، ته په اشارې له ترهګرۍ، نشه‌يي او انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې یې پر چمتووالی ټینګار وشو.))

د ناستې ګډونوالو دغه‌راز په افغانستان کې د هرراز بهرني پوځي حضورمخالفت کړی او له نړۍوالې ټولنې یې پر افغانستان د وضع شویو اقتصادي محدودیتونو لغوه کولو غوښتنه کړې.

په اعلاميه کې يې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ښکېلو ټولو اړخونو او هېوادونو هم غوښتې، چې د افغانستان په بیارغونه او د اقتصادي وضعیت په وده او ښېرازۍ کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او له دې مسلې د سیاسي ابزار په توګه کار وانه‌خیستل شي.

پخوانی ډیپلومات غوث جانباز وايي: (( دا سمه ده چې پاکستان له افغانستان سره په کړکېچ کې ده او دغه ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل نه شي او موقفونه ډېر متضاد دي او ځینې غونډې په کابل او اسلام اباد کې وشوې او فکر کوم چې تر اوسه ستونزه نه ده هواره شوې. ))

دې ناستې ته د اسلامي امارت استازی هم وربلل شوی و، خو حکومت په کې له پيلېدو يوه ورځ وړاندې نه ګډون پرېکړه اعلان کړه.

د یادې ناستې په پای کې هوکړه شوې، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پنځمه ناسته به په نږدې راتلونکي کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې ترسره شي او د ځانګړو استازو دویمه ناسته به د را روان زږدیز کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان په کوربتوب ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist