Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رهبر چارواکوته؛ په اخلاص او ترحم سره خلکو ته خدمت وکړئ

د اسلامي امارت رهبر چارواکوته؛ په اخلاص او ترحم سره خلکو ته خدمت وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

نوموړي دغه لارښوونې په کندهار کې د دولتي ادارو چارواکو ته د روزنيز سيمنار په پای کې کړې او ټينګار يې کړی، چې له خلکو سره پر نرمښت سربېره دې په زندانونو کې هم له بنديانو سره ښه چلن وشي.

د اسلامي امارت رهبر ګونډو، يتيمانو او بې‌سرپرسته کورنيو ته د رسېدنې ډاډ ترڅنګ چارواکو ته په سپارښتنه کې د شرعي اصولو پر رعايتولو هم ټينګار کړی.

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې د وزارتونو او دولتي ادارو چارواکو لپاره په جوړ شوي درې ورځني روزنیز سیمینار د پای په مراسمو کې د وينا پرمهال چارواکو ته مهمې لارښوونې کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، چې نوموړي په ياد سيمينار کې د خلکو د دین، عقیدې، امنیت او د یتیمانو، کونډو، معلولینو او بې ‌سرپرسته کورنیو خدمت د اسلامي امارت هم ژمن دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند  حمدالله فطرت وايي: اختلاف ونه کړې، (( د یو بل اطاعت وکړئ، د الله ج په دین لاسونه ټینګ کړئ، له یو بل سره محبت وکړئ، له یو بل سره مرسته وکړئ، خلکو ته زیری ورکړئ، کارونه پر وخت او اخلاص سره خلاصوئ، د غریب او مالدار توپیر مه کوئ او په خپلو کارونو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ. ))

د اسلامي امارت رهبر ويلي چې د بندیانو د حقونو په اړه يې فرمان صادر کړی، چې له مخې به یې بندیان نه ځورول، نه وهل او نه هم شکنجه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، د زندانونو مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې، چې زندانیانو ته تعلیم او تربیې زمینه برابره کړي او زندانونه دې د روزنې او تعلیم پر مرکزونو بدل کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند  حمدالله فطرت زیاتوي:  )) د بندیانو په حق کې اسلامي امارت په لومړیو کې فرمان صادر کړی وو، چې هیڅ بندي به نه ځورول کېږي او نه به شکنجه ورکول کېږي او د محکمې پرته به هیچاته سزا نه ورکول کېږي او دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دي. اسلامي امارت د زندانونو رییسانو ته امر کړی چې استادان پیدا کړې او بندیانو ته زده کړې ورکړې او زندانونه په تعلیمي مرکزونو بدل کړي.((

شیخ هبت‌‌الله اخندزاده چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په خپل کار او خپلو فیصلو کې د شریعت پلي کېدو ته ترجیح ورکړی.

نوموړي دا لارښوونه هم کړې، چې چارواکي او مسوولان دې په اخلاص، رحم او د شریعت له مخې د خلکو خدمت وکړي.

حمدالله فطرت همداراز څرګندوي: (( امیرالمومنین وویل د اسلامي امارت قوانین د څو کسانو رایه نه ده او دا ټول د الله ج احکام دي او د اسلامي امارت فرمانونه د الله ج په مخلوق باندې د ترحم او شفقت لپاره دي چې پر همدې بنسټ د خلکو سره د همکارۍ په موخه ادارې جوړې شوې دي. ))

 

د اسلامي امارت رهبر له دې وړاندې ورته څرګندونې کړې وې او له ولس سره یې پر نیک چلن ټینګار کړی وو.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist