Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جنیوا کال څلور ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/12

په سویس کې د جنیوا کال غیر دولتي بنسټ څلور ورځينۍ ناسته،چې د اسلامي امارت پلاوي، نړیوالو بنسټونو او د نړیوالې ټولنې استازو ترمنځ د بندو دروازو ترشاه له اوږدو بحثونو وروسته د افغان پلاوي او جنیوا کال بنسټ ترمنځ د بشردوستانه خبرپاڼې په لاسلیک  کولو پاېته و رسېده.

رسنیو ته هم د اسلامي امارت له لورې د دغه ناستې وروستۍ بیانیه رسیدلې ده.

د جنیوا کنفرانس وروستۍ بیانیې یوه برخه:« موږ د اسلامي امارت استازي په دې باور یو،چی  د ملکي وګړو ساتنه، د هغوی  بنسټیز حقونه، له هغوی سره انساني چلن، هغوی ته د ژوند  خوندي چاپیریال برابرول د هغوی حق دی. باور لرو،چې د خوراکي توکو، اوبو او نورو شیانو د ملکي وګړو په قصدي توګه محرومول،چې د دوی د بقا لپاره اړین دي، هیڅکله توجیه نلري او بشردوستانه سازمانونه، د بشري اصولو سره سم، کولی شي،د خلکو اساسي اړتیاوو ته د رسیدلو لپاره مرستې وکړي. د بشري مرستو، تجهیزاتو او پرسونل په ساتنه باندې بیاځلې ټینګار کوو.» 

بیانیه کې،له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي،چې د ماینونو او چاودیدونو توکو د پاکولو په برخه کې دې لاس په کار شي.

د جنیوا کنفرانس وروستۍ بیانې یوه برخه:«پر نړیوالې ټولنې غږ کوو،خپل سازمانونه، چې د بشري منشور له مخې دلته کار کوي، ملاتړ یې وکړي،څو غیرې سیاسي، بې طرفه او مستقلانه مرستې افغانانو ته ورسوي. نړیوالې ټولنې ته بلنه ورکوو،چې له اسلامي امارت سره، د شفافیت او حساب ورکولو پر بنسټ مخ ته ولاړ شي.»

بل پلو د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي،چې جنیوا کې د اسلامي امارت پلاوي سره لیدلي وایي، دغه لیدنه د افغان حکومت او بشري سازمانونو ترمنځ د تفاهم په موخه وه.

ځينې نور بیا په دې باور دي،چې دا ډول ناستې د نړیوالو اندیښنو حل لپاره دي،چې اسلامي امارت باید ورته قناعت ورکړي.

وروستیو نږدې شپږو میاشتو کې،چې اسلامي امارت په افغانستان واک ته رسیدلی، نړیوالې ټولنې سره اړیکې د ښه والي لور ته روانې دي. شنونکي په دې باور دي، که نړیوال قانع شي،چې ورسره شوې ژمنې نه ماتیږی، ښایې لګول شوي بندیزونه لرې او د اسلامي امارت حکومت رسمیت پیژندنې ته لار هواره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist