Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د داعش لاس ته د وسلو لوېدل د افغانستان د بدو ګاونډیانو دسیسه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/10

له ترهګرۍ سره د مبارزې نړيوال مرکز په خپل تازه خپور شوي راپور کې له پخواني حکومت او امريکايي پوځیانو نه د وسلو او تجهيزاتو په خوندي ساتلو کې اسلامي امارت ناتوانه بللی دی. 

یاد مرکز اندېښنه ښوولې ده،چې ګواکې دغه وسلې او تجهیزات به نورو وسله والو ډلو ته په لاس ورشي.

اخوا یو شمېر کار پوهان  بیا وایي،اسلامي امارت پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې او کولای شي،چې د وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي. 

 دوی وايي، د دې ترشاه د بدو ګاونډیانو لاس ده او هڅه کوي،نړیوال وهڅوي، ترڅوله اسلامي امارته وسلې ټولې کړي او په دې سره افغانستان کې د یو قوي پوځ جوړېدو مخه ونیسي.

 د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ  وايي:« افغانستان کې جګړه تېره شوې ده،ښایي وسله والو ډلو ته وسلې په لاس ورغلي وي او یا قاچاق شوې وي،خو دا د دې مانا نه لري،چې طالبان یې نه شي ساتلی. دوی د داعش په اړه جدي دي. دا زموږ د بدو ګاونډیانو لمسون دی،چې غواړي امریکا او نړیوال دې ته وهڅوي،چې دا وسلې له موږ ټولې کړي،ترڅو یو قوي پوځ ونه لرو.» 

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ختمېدو سره،اسلامي‌امارت ته زرګونه میله‌ سپکې او درنې وسلې،زرغروال ټانکونه، زرګونه عرادې پوځي وسایط، تجهیزات او له مهماتو سربیره الوتکې هم پاتې شوي،چې ټولټال ارزښت یې شااوخوا اتیا میلیارده ډالر ښودل کېږي.

اوس لوېدیځ ته اندېښنه پیدا شوې،چې د دوی جوړې کړې وسلې به بېرته د دوی پر خلاف وکارول شي.

کارپوهان وایي، امریکا اسلامي امارت  لپاره پلمې لټوي،خو که په ریښتیا هم د ډار مسله وي،نو پر پاکستان دې فشار راولي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی  وايي:« دا د طالبانو لپاره د امریکا پلمې دي،که امریکا غواړي،اندېښنې یې له منځه ولاړې شي، پر پاکستان دې فشار راولي،چې هلته ټولې ترهګرۍ وسلهوالې ډلې فعاله دي او پاکستان یې د خپلو سیاسي موخو او اقتصادي ګټو لپاره کاروي.» 

امریکایي رسنۍ وایي، امريکا اوس په دې کار کوي،چې د هغو ټولو پوځي تجهيزاتو لست جوړ کړي،چې په تېرو دوو لسيزو کې يې په افغانستان کې پريښې دي.

له دې سره بیا په منځني ختيځ او منځنۍ اسيا کې د امريکایي ځواکونو د څارنې لپاره د امريکا د ولسمشر جو بايډن نومول شوي جنرال اېریک کوریلا، په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له اسلامي امارت سره په عملي همکارۍ ټینګار کړی دی. 

 د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،  داعش په افغانستان کې ځای نه لري او په تیرو پنځه میاشتو کې یې سلګونه غړي دوی ته تسلیم شوي دي.

جنرال اېرېک کورېلا په یوه استماعیه غونډه کې د شخصي نظر په توګه څرګنده کړې،چې په وینا یې داسې عملي بېلګې شته دی،چې کولای شي،د داعش خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې بېرته سره يو ځای شي.

د پسرلي په رانږدې کېدو سره امریکایي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې یادونه زیاته کړې،چې ظاهراً یې له ګواښونو اندېښنه ښيي. 

 امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې،د مشر د ځای ځایګي په موندلو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه هم اعلان کړې ده.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist