Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د پنبې بزګران: حاصلات مو ښه دي خو بازار نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/09

 په کندهار ولایت کې د پنبې یو شمېر بزګران وايي، د پنبې کښتونو رواجېدو له امله زياتو بزګرانو د کوکنارو له کښته لاس اخستی، خو په خبره یې که حاصلاتو ته بازار موندنه ونه شي، نو اړ کیږي، چې بېرته د کوکنارو کښتونو ته مخه کړي.

۳۹ کلن عنایت الله د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ۱۳ جريبه ځمکه د پنبې کښت کړی دی. 

عنایت الله  وايي، د وچکالۍ او کرنيزو افتونو له امله یې د تېر کال پرتله په خپل کښت دوه برابره لګښت کړی، خو سږني حاصلات به یې لګښتونه پوره نه کړي.

هغه زیاتوي:«زموږ کښت حاصلات د تېرو کلونو پرتله څو برابره زیات دي، خو ډېر ارزانه دي، زموږ لګښتونه نه پوره کوي.»

کندهار کې د پنبې يو شمېر نور بزګران هم وایي، سږني حاصلات يې زيات، خو بازار کې يې بيه ټيټه ده.

دغو بزګرانو تر دې وړاندي په خپلو ځمکو کوکنار کرل او  وایي، که یې حاصلاتو ته یې مناسب بازار پيدا نه شي، نو اړ کېږي، چې بېرته د نشه يې توکو کښتونو ته مخه کړي.

د پنبې یو تن بزګر علي احمد وايي:« تېرو کلونو کې مو له دې امله کوکنار کرل،چې نورو کښتونو زموږ لګښتونه نه پوره کول،خو که  اوس هم  زموږ کښتونه  لګښتونه پوره نه کړي،اړ یو،چجېراتلونکي فصلونو کې یو ځل بیا کوکنارو کرلو ته  مخه کړو.» 

د کندهار کرنۍ او مالدارۍ رياست مسوولين وايي،په دغه ولایت کې پر شااوخوا ۷۰۰ هيکټاره ځمکه د پنبې کښتونه شوي،چې حاصلات يې هم د تېر کال په پرتله زيات دي.

مسوولين بازار کې د کورنۍ پنبې د بيې د ټيټوالي لامل د دغه کرنيز محصول زياتوالی په ګوته کوي.

د کندهار کرني رياست د بدېلو کښتونو د برخي مشر عبدالغفور وايي:« زموږ د بزګرانو یوه ستونزه دا ده، چې ټول کښتونه یې خپل سرې وي، له مسلکي ماهرینو مشورې نه تر لاسه کوي. سږ کال ډېره پنبه کرل شوې، ټولو بزګرانو همدا کښت کړی ووږ، خو که یې مشوره کړې وی، دوی ته به د هغو کښتونو مشوره ورکړل شوې وی، چې کښتونه یې کم او بازار یې ډېر وی.» 

دا مهال د هېواد د سويلي ولایتونو ترڅنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د پنبې کښتونه ترسره کېږي، خو لاهم له بهرنيو هېوادونو په زياته اندازه پنبه،چې په روغتيايي برخه کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي،راوړل کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist