Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کانونو او پترولیم وزارت سرپرست: تېرو څلورو میاشتو کې مو له ۴ میلیارده افغانۍ ډېر عواید راټول کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/09

د افغانستان کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب  الدین دلاور وايي،د جمهوریت پر مهال د دغه وزارت د اته میاشتو عواید څه کم ۱۱۲ میلیونه افغانۍ ول،خو په خبره یې د دوی د څلورو میاشتو عواید د هغې څو برابره لوړ دي.

 دلاور وايي،د کانونو د راسپړنې له درکه یې  په تېرو څلورو میاشتو کې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

دغه راز دلاور وایي،که د شمالي حوزې د ګازو او نفتو عواید ورسره یو ځای شي،ښایي د عوایدو کچه دوه برابره لوړه شي.

دلاور زیاته کړه:« بې د تصدي د نفت او ګاز د شمال نه زموږ عواید له څلور ملیاردو افغانۍ زیات شوي. دا هغه عواید دي،چې موږ پخواني کنترول کړي او دغه معادن چې اوس یې موږ دوی ته ورکوو،پر ګټه نه دي راغلي.» 

د کانونو او پترولیم وزارت د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د تراورتین کان او د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ  برچنچن سیمه کې د نفرایټ ډبرې کانونه  داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

د غزني ناهور ولسوالۍ کې یې د تراورتین ډبره یو ټن په دوه زره او شل افغانۍ،د کونړ خاص کونړ ولسوالۍ  برچنچن کې د نفرایټ ډبرې بي بلاک کې یو ټن نفرایټ ډبره په دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ او د همدغې ولسوالۍ په ډي بلاک کې یو ټن نفرایټ په ۴ سوه زره افغانۍ ورکړه.

دلاور وايي:« هر ورور چې وګاټه،ورته مبارکي وایوو.دا نور هم باید،چې پرې خفه نه شي. له الله توفیق ورته غواړو،چې دی ښه کېندنه د دې کان وکړي او په ښه طریقه یې وکړي.» 

ګټونګي شرکتونه وایي،د کانونو په راسپړنه کې له مسلکي کسانو کار اخلي او هر شرکت به په سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د نفرایټ ډبرې د کان ګټونکی شرکت وايي:« زموږ اساسي هدف دا دی،چې دننه هېواد کې کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او خلکو مو له فقر او غربته راوګرځي او خپل هېواد خپله پر پښو ودروو.»

دغه تړونونه د پنځه کلونو لپاره دي،چې د داوطلبۍ له مراسمو درې وروځې وروسته هر ګټونکی شرکت کولای شي،د کان سپړنه  په عملي توګه پیل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist