د دولتي ادارو د پلټنې عالي ادارې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۸ مه» کابل کې له رسنیو سره په لومړنۍ ناسته کې خپلې لاسته راوړنې، راتلوونکي پلانونه او ستونزې شریکې کړې.
د یادې ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني وايي،اوس مهال يوازې د کابل په ۵۹ دولتي ادارو کې پلټنه دوام لري او تر څېړنې وروسته به يې پايلې له رسنیو سره شريکې کړي.
رحماني زیاته کړه:« ټولو خلکو يو تشویش درلود،چې ښايي ټولې دولتي ادارې زيانمنې شي،خو بيا هم د پلټنې ادارې دا وکړی شول،چې خپلې پلټنې تر سره کړي،تر څو تاسو ټول باوري اوسئ،چې دولتي ادارې به نه متاثره کېږي. الحمدالله همدا اوس ۵۹ دولتي ادارې تر څېړنې لاندې دي.»
د پلټنې عالي ادارې ستر سلاکار فضل الله نظامي بیا وايي، پر ټولو دولتي ادارو څار لري او په تېرو څو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
نظامي زیاتوي:« اداراتو کې د نغدو پیسو او نورو برخو په اړه چې موږ کوم مالومات راټول کړي،هغه به نږدې وخت کې شريک کړو. زموږ پلټنه په ټولو دولتي ادارو کې ده، د ظرفيتونو د لوړلو له پاره مو سيمنارونه هم پلان کړي.»
د پلټنې عالي ادارې سرپرست قدرت الله جمال بيا د کارکوونکو د زده کړو په موخه د هغه انسټيټوټ د فعالیت خبره وکړ،چې څه وخت وړاندې د ځينو ستونزو له امله بند شوی و.
د جمال په خبره، دغه انسټیټوټ کې به د کادرونو د ظرفيتونو لوړولو له پاره په ښه معيار تدريسي چارې پيل کړي.
جمال زیاته کړه:« د ادارې د کارکوونکو د وړتياوو لپاره چې په مسلک کې وړتيا پيدا کړي، زموږ مفتشين ښه وروزل شي، د هغوی له پاره انستیټوت ترتیب شوی و، انستیتوت جوړ و،هغه موږ بيا شروع کړ، تر څو د عالي ادارې پلټونکي ښه وروزل شي او ښه کار تر سره کړي.»
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې،تر اوسه پورې يې په روان ۱۴۰۰ کال کې ۳۰۰ دولتي ادارې پلټلي، عملاً ۵۹ تر څېړنې لاندې دي او په پام کې ده،چې راتلوونکی کال به ۲۰۰ نورې دولتي ادارې په بېلا بېلو برخو کې وپلټي او پایلې به يې له ولس سره شريکي کړي.