Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان اوس فعال بهرنی سیاست لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، اوس فعال بهرنی سیاست لري او کولای شي،چې ګاونډیانو،سیمې او نړۍ ته قناعت ورکړي .

د یاد وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالي وايي:«افغانستان دتیر په پرتله اوس یوه ډینامکه او متحرکه د دیپلوماسۍ دستګاه لري او یو متحرک خارجي سیاست لري له ګاونډیو نیولې تر سیمې هیوادونو او په ټوله کې اسیايي هیوادونه او حتي دنړۍ له هیوادونو سره ناستې ولاړې لري سفرونه لري او لیده کاته لري.» 

جلالي وايي،د سیمې او نړۍ له ډېرې برخې هېوادونو سره یې دوه اړخېزې اړیکې ټینګې کړي او تمه لري،چې له لویدیځو هېوادونو سره په دې تړاو روانې خبرې هم ژر پایله ورکړي.

جلالي زیاته کړه:« موږ له لویه برخه هېوادونو سره دوه اړخېزه اړیکه کې یو،له غربي نړۍ سره او اروپايي هېوادونو سره په دې وروستیو کې ناستې شوي دي،چې زما په باور دغه ناستې،مذاکرات او مجلسونه کولای شي،چې د دواړه لورو سره چې کوم غلط برداشتونه دي او غلط فهمۍ دي،دهغو په کمولو کې او له منځه وړلو کې ډېر موثر تمام شي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، د افغانستان نوي نظام د عدم مشروعیت ستونزه هغه مهال حل کېدای شي،چې اسلامي‌امارت له نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي او په خبره یې افغان ولس هم د نورو ملتونو په څېر دا حق لري،چې حکومت یې پر نړیوال کچه پر رسمیت وپیژندل شي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:«حکومت په افغانستان کې ځینې ژمنې کړې وې، هغه چې بشپړې شي،د مشروعیت شرایط به نور هم برابر شي او نړۍ هم همدا غواړي.بالاخره موږ افغانستان خلک هم د ځکمې پر سر ژوند کوو او ولس یو او باید پر رسمیت وپیژندل شو.» 

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو،چې هغه ټول معیارونه یې پوره  او برابر کړي،چې دیو د حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره اړین دي،خو نړۍ او امریکا لاهم په ‌خپلو شرطونو کلک ولاړ دي او د ټول شموله حکومت جوړښت یې د فهرست په سر کې دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول
افغانستان

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist