Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: اسلامي امارت له القاعده سره اړیکې نه دي پرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

ملګرو ملتونو په خپل تازه خپور شوي راپور کې اسلامي‌امارت په نه ژمنتیا تورن کړی او ادعا یې کړې،چې لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري.

د یاد سازمان په  تازه راپور کې ویل شوي،چې تیر اکټوبر میاشت کې د القاعده شبکې د مخکیني مشر اسامه بن لادن زوی له طالبانو سره کتلي دي. 

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی،خو کارپوهان وايي،امریکا ویلي وو،چې القاعده منحل شوي،نو اوس باید له هغوی پوښتنه وشي،چې دا خلک څوک دي چې له اسلامي امارت  سره اړیکې لري.

 سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:«کله چې دوی په قدرت کې وو ، دوی ویلي و،چې القاعده نوره منحل شوې ده او له منځه تللې ده،نړۍ ته چې اوس خطر دی، هغه له داعش دی. بله خبره دوی دا کړې وه چې د القاعده د مشر زوی هم دوی وژلی دی. اوس یې دا له کوم ځای راغی او بل دا چې منحل شوې ډله بیرته څه ډول را پیدا شوه، دې ته باید دوی ځوابونه ووايي.»

یو شمېر نور بیا په دې اند دي،چې نړۍ دې اسلامي امارت ته پلمې نه ګوري او د افغانستان ښیې راتلونکي لپاره دې همدا نظام پر رسمیت وپیژني.

د  سیاسي چارو کارپوه عاطف مختار وايي:«له طالبانو سره د اسامه د زوی لیدل هیڅ علمي او څیړنیز بنسټ نه لري، دلته یو نظام منځ ته راغلی چې د خلکو د باورونو او اعتقادونو له منځه وتلی اوس نړۍ ته دا پکار ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.»

یو شمیر نور بیا په دې اند دي،چې اسلامي امارت واک ته له رسیدو سره له نړیوالو سره ژمنه کړې وه،چې د دوی له خاورې به هغوی ته ګواښ نه پیښیږي او اوس اړ دي،چې داسې کسانو ته اجازه ور نه کړي،چې له نړۍ سره د دوی اړیکې خرابولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدرد وايي:« طالبان وړاندې تر دې،چې واک ته ورسیږي، له نړۍ سره یې ژمنه کړې وه،چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعمال کېږي او هغو کسانو ته به ځای نه ورکول کېږي،چې له نړۍ سره تعامل نه لري. نو که طالبان غواړي،چې پر رسمیت وپیژندل شي،نو په کار ده،چې په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او داسې کسانو ته اجازه ور نه کړي،چې د افغانستان اړیکې له نړۍ سره خرابوي.»

د ملګرو ملتونو په  راپور کې راغلي،چې القاعده او نورې ترهګریزې ډلې د تیر پرتله په ډېر ازاد ډول په افغانستان کې ګرځي او فعالیتونه کولی شي.

اسلامي‌امارت تراوسه د ملګرو ملتونو راپور ته غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې نورو وسله‌والو ډلو سره هر ډول اړیکې رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist