Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو سره لاهم د خوراکي توکو بیې لوړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/06

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی، خو په خبره یې بازارونو کې د خوراکي توکې بیې لاهم لوړې دي.

دوی پر سوداګرو نیوکه کوي،چې احتکار او خپلسري کوي او له مسوولو ادارو غواړي،چې په بازار څار زیات کړي.

خو د خوراکي توکو د عمده پلورونکو ټولنه وايي،د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په راټيټدو سره د کابل په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه تر نولس سوه اتیا افغانۍ او د یوې شپاړس لیتره غوړو ټیم په دوه زره څلوروسوه افغانۍ پلورل کېږي.

د خوراکي توکو د عمده پلورونکو ټولنې مشر سیدکمال فرید ساپی وايي:«  له تیرو دوو ورځو راهیسې په کابل ښار کي د افغانیو پر وړاندې ډالرو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د غوړو او اوړو په برخه کې تر څلوره سوه افغانیو پوري ټیټوالی راغلی دی.»

د سوداګرۍ خونې مرستیال نصیر احمد عرب  بیا له کابل ښاروالي غواړي،چي د خوراکي توکو بیو د کنټرول لپاره دې په بازار څار زیات کړي او په دې موخه دې یو کمیسیون جوړ کړي٬،ترڅو له هغو کسانو سره قانوني چلن وکړي،چي احتکار او خپلسري کوي.

عرب زیاته کړه:« په  حقیقت سره په بازارونو کي د بیو ټاکل د کابل ښاروالۍ مسولیت دی، کمیسیون جوړ کړي او هره ورځ له سوداګرۍ خونې نړیوالو او کورنۍ نرخونه و څیړي او وروسته له هغې بازار ته وړاندي شي.»

بل پلو د اقتصادي چارو  شنونکي نیوکه کوي،چي یو شمیر پلورونکي او هغه سوداګر چې له پخوا څخه خوراکي توکي زیرمه کړي، د ډالروبیو لوړېدو سره یې بازار  ته وړاندې کوي، چې باید مخنیوی یې وشي.

په کابل ښار کې له تیرو پنځه میاشتو راهیسې د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې لوړي دي او پلورونکي یې عمده لامل د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت را کښته کیدل یادوي، خو د ډالرو بیو له ټیټوالي سره بیا هم خلک شکایت کوي،چې د خوراکي توکو په بیو کي ټیټوالی نه دی راغلی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول
افغانستان

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي
افغانستان

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی
افغانستان

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي
افغانستان

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

اسلامي امارت د پاکستان او تاجیکستان اندېښنې بېځایه وبللې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

له کندهاره منځنۍ اسیاته د هوږي صادرات پیل شول

جون 8, 2026
هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

هرات کې د آلو ګیلاسو بڼونه او عایدات زیات شوي

جون 8, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا نن د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث کوي

جون 8, 2026
اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

اروپايي ټولنې نیکولا بېلومو افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر ټاکلی

جون 8, 2026
د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

د بلوچستان مرکز کوټې ملکي روغتون پر یوې ښځینه ډاکټرې تېزاب پاشل شوي

جون 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist