Skip to content
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون، د تخلیې پروسې پر مهال پر کابل هوایي ډګر د تیرې اګسټ میاشتې خونړي برید په تړاو تازه موندنې خپرې کړي.
د یاد برید پهتړاو د پنټاګون وروستۍ موندنې د راټول شویو شواهدو، طبي معایناتو، د چاودیدونکو توکو د کارپوهانو د نظریاتو او یوسلو دیرش کسانو سره د خبرو اترو پایله ده.
پنټاګون وايي:« شااوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیري د کابل د هوایي ډګر په ابي ګیټ کې د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شول. په چاودیدونکو موادو کې چرې کارېدلې وې،ځکه یې دومره مرګ ژوبله رامنځته کړه.»
د امریکا دفاع وزارت ویلي، دا مالومات یې د هغو ۵۸ امریکایي ځواکونو له ټپونو ترلاسه کړي،چې په دغه برید کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.
د پنټاګون څیړونکي وایي، ښکاري چې طالبان له دغه برید خبر نه وو، امنیتي احتیاطي تدابیر نیول شوي وو، خو په هماغه ورځ د احتمالي ګواښ په اړه ترلاسه شوي مالومات مشخص نه ول.
پنټاګون :« له تخنیکي پلوه د دغه برید مخه نه شوه نیول کیدی، په څېړنو کې موږ ته داسې کوم شواهد په لاس رانغلل، چې وښیې طالبان له دغه برید خبر وو.»
ددغې څیړنې اړوند مسوولینو ویلي، سره له دې چې کابل کې د امریکایي ځواکونو قومندان لازم امنیتي تدابیر پلي کړي وو،خو د برید مخنیوی ونشو.
دوی ویلي،له چاودنې وروسته باور کېده، چې داعش جنګالیو ډزې هم کړي،خو تازه څیړنو ښودلې چې هغه یوازې د امریکایي او بریتانوي پوځیانو له لورې اخطاریه ډزې وې،چې څوک یې نه دي زیانمن کړي.
پنټاګون :« له څه باندې ۱۰۰ امریکایي او بریتانوي پوځیانو مو شاهدي واخېسته، ټولو تائید کړه، چې په ډزو کې څوک نه دي وژل شوي.»
د اګسټ پر پنځلسمه، چې اسلامي امارت په کابل ولکه ټینګه کړه،ډېری خلکو هڅه وکړه،چې د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې د امریکایي ځواکونو د تخلیې برخه شي او هېواد پریږدي،چې په شپاړلس ورځو کې امریکا او د ناټو متحدینو یې د د یوسلو شپږویشت زره بهرنیانو او افغانانو په اېستلو بریالي شول.
د اګست میاشتې برید چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی،د امریکا ۱۳ سمندري ځواکونه هم په کې وژل شوي او امریکايي ولسمشر یې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.