Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د یوناما ساحوي دفتر مشره: د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارو بېرته کارونه پیل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/03

په سویل پکتیا ولایت کې د یوناما ساحوي دفتر مشرې میچیکي سوزکي سیدکرم ولسوالۍ کې د قومي مشرانو غونډې ته ویلي، د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارو د بشري مرستو رسولو برخه کې فعالیتو ډېر کړي دي.

سوزکي وایي، د خوړو نړیوال سازمان او یونسیف د بشري مرستو رسول لا مخکې پیل کړي او له نورو اړوند ادارو او مرستندویه بنسټونو سره اړیکه کې دي،چې بېلابېلو برخو کې مرستې پیل کړي. 

هغه زیاتوي:« ډېرې ادارې او ایجنسۍ دلته کار کوي،لکه یونسیف او د خوړو نړیوال سازمان، دوی پر مرسته کولو بوخت دي.موږ نورو ادارو سره هم کار کوو،چې ستاسو د اړتیاوو او غوښتنو ته په  کتو دلته کار پیل کړي.» 

قومي مشرانو د یوناما له مشرې وغوښتل،چې د ژمي په سړه هوا او روان بد اقتصادي حالت ته  په کتو دې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي،ترڅو هغو کورنیو ته ورسیږي،چې تر اوسه پورې یې نه دي ترلاسه کړي. 

د سیدکرم ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:« زموږ خلک په ټولییز ډول بد اقتصادي حالت کې دي،بې کاري په اوج کې ده،ملګري ملتونه دې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي،تر څو هغو کورنیو ته ورسیږي،چې لا یې نه دي ترلاسه کړي.»

قومي مشران وایي، ملګري ملتونه دې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې لپاره دې ځانګړې بودیجه اعلان کړي او افغانان دې په دې سخت حالت کې له پامه نه غورځوي. 

د سیدکرم ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:« له موږ سره دې ملګري ملتونه د پوهنې،روغتیا او بیارغونې برخه کې مرسته وکړي او موږ دې په دې سخت حالت کې یوازې نه پریږدي.»

د سیدکرم ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:« د کرنې برخه کې ډېر کار ته اړتیا لرو،دې برخه کې دې زموږ لاسنیوی وشي، مرسته دې راسره وشي،چې پر خپلو پښو ودریږو.» 

قومي مشران وایي، ملګري ملتونه دې په امریکا فشار راوړي،ترڅو د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې او د موجوده نظام په واک کې یې ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist