Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

سیګار د سقوط پر مهال د مخکېني ولسمشر غني له لوري د پیسو اېستلو په اړه  څېړنې پیل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/03

د افغانستان لپاره د امریکا  بیارغونې څار ادارې یا سیګار مشر جان ساپکو د مخکني حکومت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ورغوښتی او په دې تړاو یې ترې پوښتنې او ګرویږنې کړې دي.

حمدالله محب د سقوط پر ورځ د مخکېني ولسمشر له لوري د پیسو اېستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو خپل اکونټونه یې سیګار ته ښودلي او له هغوی سره یې په دې قضیه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

محب زیاته کړې:« ما خپل بانک اکونټونه او خپله شتمني هم د افغانستان پر بیارغونې د ځانګړي څار سازمان یا سیګار ته وښودې او زه راتلوونکي کې هم چمتو یم،چې له هغوی سره هر ډول همکاري وکړم.»

سیګار وايي،د سقوط له ورځو راپدیخوا پر محمد اشرف غني تورونه دي،چې شااوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر یې له ځان سره اېستلي دي.

مخکېني ولسمشر اشرف غني ته یو بل نږدې شخص، فضلي محمود فضلي بیا وايي، سیګار تر اوسه ولسمشر سره په مستقیم ډول په دې تړاو خبرې نه دې کړي.

فضلي  زیاته کړه:« زه له ولسمشر اشرف غني سره په اړیکه کې یم، سیګار تر اوسه له هغه سره د شتمنۍ په تړاو یې او یا له افغانستان د پیسو اېستلو په اړه مرکه نه ده کړې. دا به لیونتوب وي،چې ووایم، په افغانستان کې فساد نه و، سیګار کولای شي،پراخې او شفافي څېړنې وکړي او زه ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو یم.»

فضلي په یوه مرکه کې ویلي، ښايي ارګ کې به دومره پیسې نه وې،خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار کړی  دی،چې سي آی ای په تیرو کلونو کې ارګ ته ډېرې پیسې ورکړي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي،چې د تیر حکومت د چارواکو پر یو بل شاهدي کول د دې لپاره دي،چې هر یو ځان بې ګناه ثابت کړي او مقابل لوری پړ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه  طارق فرهادي وايي:« دا ډول څېړنې معمولآ څو پړاونه لري، لومړی یې خپله له هغوی پوښتي چې څېړنه ترې کوي. وروسته له هغې ښايي د فساد شریکان د یو بل پر ضد شهادت ورکړي. د دې لپاره چې هر یو ځانونه وژغوري، دغه مهال بیا حقایق مخ ته راځي او پنځه روپۍ هم له جیبونو وځي، خو ساپکو یوازې د امریکا د پیسو په تړاو څېړنه کوي.»

د سیګار مشر جان ساپکو هم ټینګار  کړی،چې تر اوسه په مشخص ډول څرګنده نه ده،چې پیسې اېستل شوي وي.

په پام کې ده،چې د سیګار مشر راتلونکې مارچ میاشت کې کانګرس وغوښتل شي او د سقوط د لاملونو او د پیسو اېستلو په تړاو ترې د مالوماتو پوښتنې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist