Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: روسیه هڅه کوي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره پر افغانانو جنایت کارې ډلې وتپي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/03

د افغانستان لپاره د روسیې  ځانګړی استازی ضمیر کابلوف  وایي،که  اسلامي امارت  او د مقاومت ډله لېوالتیا وښي،مسکو د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ  د ناستې کوربتوب ته چمتو دی.

کابلوف زیاتوي:« روسیې په بار بار د داسې غونډو کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی. افغانستان کې د جګړې د پای لپاره دوی د افغان چارواکو او د هغوی د مخالفینو ناستې جوړولو لپاره چمتو دي،خو که دواړه لوري ليوالتیا وښيي.»

روسیې له دې وړاندې د  اسلامي امارت او پخواني حکومت ترمنځ هم د یو شمېر ناستو کوربتوب درلود.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،مسکو د امریکا له وتلو وروسته هڅه کوي،په سیمه کې خپل ستراتیژیک عمق تر لاسه کړي.

دوی وايي، روسیه رقابتي سړه جګړه پرمخ بیایي او د دا ډول ناستو یې موخه سیاسي او ستراتیژیکو اهدافو ته رسېدل دي.

د سیاسي چارو  کارپوه  احمد خان اندړ وايي:« افغانستان کې راغلی کړکېچ د ډېروهېوادونو لپاره د خپلو سیاسي موخو او ستراتیژیکو اهدافو لپاره ډېر مهم دی، نو پر دې اساس ډېری هېوادونه ناستې جوړوي اوس هم د ترویکا غونډه چې روسیې اعلان کړی، افغانستان کې جوړوي، د دې ناستې له اجنډاو به یوه د مقاومت او طالبانو ترمنځ ناسته او اشتي وي.»

روسیه د افغانستان په شمال کې له تاوتریخوالي په اندېښنه کې ده او په دې تړاو ښایي دا ډار اوسي،که د مقاومت جبهه په کومې جګړې لاس پورې کړي،خطر به یې شمال کې روسیې ته هم وي.

روسیه پخوانۍ شمالي ټلوالې سره  د اسلامي امارت په پرتله ښې اړیکې هم لري.

د کارپوهانو له نظره روسیه غواړي،په افغانانو جنایتکاره ډلې ومني،چې دا د مسکو بشري جنایت هم بلل کېدای شي.

تر اوسه پورې د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ ښکاره ناسته په یوازې په ایران کې شوې،چې اسلامي امارت دغه مشران افغانستان ته راوبلل.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی  وايي:« زما له نظره لازمه نه ده،چې طالبان له دغو ډلو ټپلو سره چې د افغانستان په وینو یې لاسونه ککړ دي کېني او خبرې ورسره وکړي. دا د مسکو یو لوی بشري جنایت دی،چې غواړي بېرته جنایت کارې ډلې پر افغانانو وتپي.»

د اوس لپاره د مقاومت په نوم جبهه کومه جغرافیه په لاس کې نه لري او ټول مشران یې د اسلامي امارت له راتګ مخکې بهر ته تښېتېدلي او له هغه ځایه په ټولنیزو رسنیو کې خلک د اسلامي امارت پرضد راپورته کېدو ته هڅوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist