Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: حکومت ټول شموله دی او نړۍ دې بې ځایه پلمې نه لټوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو و زارت چارسمبالی وزیر امیرخان متقي یو ځل بیا ټېنګار سره ویلي، حکومت ټول شموله دی او نړۍ دې بې ځایه پلمې نه ګوري. 

متقي ویلي، هېڅ څوک ورته داسې بیلګه نه شي وړاندې کولای،چې یو لوري دې د انقلاب، کودتا اویاهم د ولسواکۍ له لارې واک نیولی وي او بیا دې مات شوي اړخ  مشران په خپل حکومت کې پرر لوړو پوسټونو وګوماري .

متقي زیاته کړې:« دا چې زموږ په کابینه کې د حکومت په راس کې ولې د تیر حکومت پخواني خلک نه دي راغلي،نو تاسو یې  په نړۍ کې  یوه نمونه راته وښايئ، هغه بله ورځ چې بایډن په امریکا کې انتخابات وګټل ایا په خپله کابینه کې یې د ټرمپ کوم کس واخیست. په نړۍ کې چې حکومتونه بدلیږي،که د انتخاباتو له لارې بدلیږي،که انقلات او یاهم د کودتا له لارې بدلیږي،څوک چې واک ته ورسیږي هغه د خپل اعتماد وړ کسان راولي او کار ترې اخلي.» 

امیرخان متقي وايي،که د اشرف غني تیر حکومت ټول شموله و،نو اوسنی نظام هم ټوله شموله دی،ځکه د تیر حکومت پنځه سوه زره مامورین ورسره دا اوس پر دندو بوخت دي .

  متقي وايي، امریکا او نوره  نړۍ  له ټول شموله حکومته مشخص تعریف نه لري او نه هم اوسنی حکومت چې ټول مامورین یې د تیر حکومت دي، ټول شموله ګڼي او په وینا یې یوازې پلمې لټوي. 

نوموړی وايي، که له ټول شموله حکومت هدف دا وي،چې د ټولو سیمو او قومونو استازې دي په کې شامل وي، نو د سرپرست حکومت کابینه کې د ټولو مېشتو قومونو او سمتونو استازي ونډه لري. 

هغه زیاتوي:«  که له ټوله شموله حکومته د نړۍ مراد دا وي،چې له ټولو سیمې وزیران په کابینه کې ولرو،نو د پنجشیر لرو، د فاریاب لرو، د بدخشان لرو، د کندهار لرو، د کابل لرو، د ننګرهار لرو او که د اشرف غني حکومت ټول شموله وو، نو د هغه خو ټول مامورین چې پنځه سوه زره کیږي،له موږ سره کار کوي. هغه ټول شموله بولې او اوس چې کار کوي ټول شموله یې نه بولې، چې نه د ټول شموله لپاره یو تعریف لرې نه یو مثال لرې او نه دا موجوده ټول شموله بولې،بیا خو هسې پلمې دي، چې کوې یې.» 

اخوا په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ بیا وايي، د رسمیت پیژندنې په بدل امریکا له لوري د بندیانو خوشې کولو مسله د دې هېواد د ولسمشر شخصي خبره ده او په ټوله کې امریکا ، اروپايي ټولنه او نور لودیځوال د افغانسان د نوي نظام د رسمیت پیژندنې په برخه کې پر خپلو شرایطو ولاړ دي.

هغې زیاته کړه:« زما په اند باندې امریکا اروپايي ټولنه او نور هېوادونه د طالبانو د رسمیت پیژندنې په برخه کې پر خپلو شرایطو باندې ولاړي دي او په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ثبات ته اړتیا لري او ترهغې به ثبات تامین نه شي،چې د افغانستان شته واقیعتونه په سمه توګه ونه پیژندل شي.» 

تازه  د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن پر اسلامي امارت غږ کړی،که غواړي د نړیوال مشروعیت ارمان یې پوره شي او دوی یې د حکومت په رسمیت پيژندلو غور وکړي، له دوی سره اسیر متقاعد پخوانی پوځي مارک فریجرز دې خوشې کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist