ناسته چې د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې وه، د بهرنيو چارو وزارت د هغو کارکوونکو د معاشونه ورکړه، چې په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې کار کوي، تصويب شوه. د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کابینې په ناسته کې د سفارتونو د امتيازاتو او معاشونو تر څنګ پر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
تر اوسه هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو ځینو افغان سفیرانو تایید کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت او افغان ډیپلوماټانو تر منځ لا هم د تېر په څېر مکتوبونه تبادله کېږي.