Skip to content
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په وروستیو کې یې له هند سره پر دوامداره توګه د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
هغه وايي، دواړو لورو ټینګار کړی دی،چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړی همداراز وايي،په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن ماموریت ناکام و، امریکا په افغانستان کې بنیادي کارونه نه دي کړي، چې له همدې امله نن په افغانستان کې میلیونونه خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
روسیه وایي په افغانستان کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا هم وخت شته دی او د افغانستان په اړه د هند او روسیې پالیسې یوه ده.