Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سپینه ماڼۍ: د هغو افغانانو دوسیې له سره ګورو چې د تخليې پرمهال امريکا ته لېږدول شوي

سپینه ماڼۍ: د هغو افغانانو دوسیې له سره ګورو چې د تخليې پرمهال امريکا ته لېږدول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د هغو افغانانو اسناد له سره څېړي چې د مخکیني ولسمشر جوبایډن ادارې په مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په مهال امریکا ته وړل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د جوبایډن هغه پالیسي هم له سره اروزل کېږي چې د افغان کډوالو او پناه ورکونکو لپاره جوړه شوې وه او له مخې یې نږدې ۱۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال شول.

کارولین لېویټ زیاتوي، هغه کډوال چې د امریکا ملي امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي، د امريکا پرېښودلو او خپل اصلي هېواد ته پرتګ به اړ ایستل شي.

نوموړې زیاته کړې: « موږ به هغه کډوال وباسو چې زموږ د هېواد ملي امنیت ته خطر پېښوي. موږ د پناه غوښتنو د ارزونې ټول بهیر درولی او ښکاره خبره ده چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې(اېس‌آی‌وي) هم چې د بایډن ادارې پر مهال په کې ډېر افغانان امریکا ته راغلي، اوس ځنډول شوې دي.»

د سپینې ماڼۍ له خوا د افغانانو د اسنادو د بیا څېړلو خبره وروسته له هغې کېږي چې په واشنکټن کې د ملي ګارډ په عسکرو د ډزو له پېښې سره په تړاو یو افغان ونیول شو. په دې پېښه کې د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري(یو نارینه او یوه ښځه) سخت ټپیان شول، خو وروسته ټپي شوې سرتېرې ساه ورکړه.

د سپنې ماڼۍ ویاندې همدارنګه یوځل بیا د امریکا پر پخواني ولسمشر جوبایډن نیوکه وکړه چې د هغه د ناکامو پالیسو له امله تر اوسه امریکایي وګړي سختې قربانۍ ورکوي.

د چارو څارونکي بیا وایي، امریکا نه باید د یوه کس فردي جرم له امله ټولو افغانانو ته د شک په سترګه وګوري.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « دا د ټولو افغانانو عمومي کړنه نه ده او امریکا باید په دې پوه شی چې افغانان ټول ترهګر او انسان وژونکي نه دي او دا هم نه شي کېدای چې د یوه رواني ناروغ انسان کړنې ته عمومیت ورکړل شي او حقوق یې پایمال شي.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا په امریکا کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن ته په اشارې دا ډول کړنې او څرګندونې له دسیسې خالي نه بولي.

د دوی په خبره، په دې اړه باید جدي څېړنې وشي او بیا د یوه وګړي کړنې پر ټولو افغانانو ور ونه تپل شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « پرته له دې چې د پېښې په اړه څېړنې وشي، ټرمپ دا حکم صادر کړ چې افغانان باید امریکا ته را نه شي. زما په اند، دا یوه دسیسه ده او د افغانستان د دښمنانو له خوا ډیزاین شوې ده.»

په ورته مهال، امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوې اعلامیه کې ویلي، دوی باید د رحمان‌الله لکڼوال د انفرادي برید قرباني نه شي، هغه افغان چې په امریکا کې یې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې کړې وې. دوی له امریکا غوښتي چې امریکا ته دی د کډوالو د لېږد بهیر بېرته پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist