Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د اسلام اباد  پلاوي سفر ته هېله من دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/31

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر مشرۍ راغلي پلاوي د سفر په دويمه ورځ هم د اسلامي‌امارت له  چارواکو سره لیدنې او بحثونه درلودل.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي،د اسلام ‌اباد پلاوي سفر ته هېله من دي او تمه شته، چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو به مثبته اغېزه ولري.

کریمي وايي، پاکستاني پلاوي سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، اقتصاد، بشري ناورین، امنیت او همدا راز پر ډیورنډ  فرضي کرښه د اغزن تار پرسره خبرې اترې شوي دي.

کریمي زیاته کړه:«په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه شوي،نن به هم دوام کوي. د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا،سوداګرۍ،د تجارانو د مالونو د لیږد،مسافرو په تګ راتګ او صفری نقطو کي د ستونزو په تړاو خبري وشي»

دغه راز د هند دغنمو په تړاو هم اندیښنې او نیوکې دي،چې ګواکې پاکستان له خپلې خاورې د انتقال  اجازه نه ورکوي،خو اسلامي امارت وايي،د هند غنمو مرستې پر مخ کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.

کریمي وايي:« د غنمو په برخه کي کوم خند نه شته  دی،پروسه عادي ده. پروسه به دوام کوي او افغانستان ته به غنم راځي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي که څه هم کابل ته د اسلام‌اباد پلاوي سفر ګټور بولي،خو لاهم د پاکستان پر نیت شکونه پرخپل ځای دي.

 د دوی باور دا دی،ترهغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضاء رامنځته نه شي او په اساسي ډول اختلافي مسایلو ته حل لار ونه موندل شي،دغه ډول لیدنې ګټه نلري.

پاکستاني پلاوي تردې مهاله د رئیس الوزرا له دوهم مرستیال عبدالسلام حنیفي او د بهرنیو چارو چارسمبالي، اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو سره لیدلي، خو تراوسه یې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر او د دفاع سرپرست وزیر سره یې لیدنه نه ده شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist