Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاولز: اسلامي امارت اړ دی د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې  ځانګړی استازی ارنولټ پاولز له شمشاد ټلوېزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل،نړیوالې ټولنې د یوه غړي هېواد په توګه اسلامي  امارت اړ دی،چې د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وکړي.

پاولز وايي،افغانستان په کومه بله سیاره کې نه دی  او اړ دی،چې له  نړیوالې ټولنې سره همغږي ولري.

پاولز زیاته کړه:« افغانستان د اسلامي کنفرانس غړی هېواد دی او په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې کار کوي. افغانسان یو ټاپو او په بله سیاره کې پروت هېواد نه دی.دا د نړېړالې ټولنې یو غړی دی. دلته اړتیا ده،چې د ښځو غږ باید واورول شي، دوی خویندې دي، میرمنې دي او میندې دي،نو د دې خلکو باید درناوی وشي.»

له بل لوري اروپايي پارلمان بیا د جنورۍ په لومړۍ او دویمه نیټه د ښځو د ورځې په نوم غونډه جوړه وي،چې اصلي اجنډا یې د افغان ښځو پر وضعیت خبرې دی.

ټاکل شوې ده،چې دې غونډې ته د افغانستان د ښځو چارو مخکېنۍ وزیره، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ځانګړې استازې، د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې هم ګډون او خبرې وکړي.

 د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال  کریمي بیا وايي، د ښځو له ټولو مشروع حقونو ملاتړ کوي او پر وینا یې  د زدکړو، کار او نورو برخو کې د ستونزو پر حل کار کوي.

کریمي  زیاته کړه:« اسلامي امارت د ښځو ټولو مشروع حقونو ملاتړ کوي  او په ټولو برخو کې هڅې روانې دي،چې هغه مسایل چې د تخنیکی او اقتصادي ستونزو له امله پاتې وي حل کړي. اسلامي امارت د ښځو کار، زدکړو او نورو برخوکې د ستونزو د حل لپاره کار کوي.»

د افغان ښځو د حقونوپه اړه د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ روانو ناندریو ته اوسه قانع کوونکی  حل نه دی موندل شوی.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي هم پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې د نړیوالې ټولنې د یوهغړي هېواد په توګه دې د ښځو حقونه خوندي کړي.

اسلامي امارت  بیا وايي، د ښځو له وجود  انکار ناشونی دی،دوی پوهیږي،چې د  افغان ښځو لپاره د کار بستر  څنګه  او په څه ډول مناسب دی.

                                                                              

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist