Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د امریکا پر ځای ایران ته مخه وکړه

د اروپايي ټولنې اندېښنه؛ که افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې اسانتیاوې رامنځته نه شي لوی ناورین به رامنځته شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

 د اروپايي کډوالو ادارو او د بریتانیا حکومت ویلي، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که د مرستو رسولو پر وړاندې پراته خنډونه لیرې نه شي،میلیونونه افغانان به نور هم له ګواښ سره مخ شي.

د ناروې د ګډوالو شورا اندېښنه څرګند کړې،چې په افغانستان کې بانکي سیستم فلج شوی او نه شي کولی، بشري مرستې ورسوي.

د ناروې د کډوالو شورا:« موږ په دې وروستیو کې د لوږې ځپلو افغانانو لپاره د څلور اعشاریه څلور ملیارده ډالرو غوښتنه وکړه. د بشردوستانه کار په تاریخ کې تر ټولو لویه غوښتنه ده، تر هغې چې د امریکا خزانې او نورو لویدیځ مالي چارواکي موږ ته د پیسو لېږدولو اجازه رانه کړي، موږ اړ یو،چې لاس تړلي کار وکړو.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېرر شنونکي د ناورې د کډوالو شورا دا اندېښنه پر ځای بولي او پر امریکا نیوکه کوي،چې دافغانستان پانګې په کنګل سره یې دغه هېواد ته د پیسو جریان درولی او بانکي سیستم فلج شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی  قاضي محمد حسن حقیار وايي:« ګورئ! پر افغانستان یې ډېر تاثیرات دي. بانکونه تړل شوي، د راکړې ورکړې سیسټم تړل شوی، لېږد بند دی. طبیعي خبره ده،چې دا د مرستو پر رسولو باندې اغېزه کوي. پر اقتصاد او تجارت یې هم ډېر منفي تاثیر کړی دی. په دې اړه اروپايي ټولنه باید خپله امریکا سره همغږي وکړي او هغوی په افغانستان کې بشري ناورین ته متوجې کړي، که دغه تاثیرات پر افغانانو روان وي او افغانانو ته د نا کړې ګناه سزا ورکول  کېږي، نو په افغانستان کې یو بشري ناورین رامنځته کېدونکی دی.» 

نیوکې په امریکا او نړیوالې ټولنې دي،چې په لوی لاس نه غواړي،افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې ورسېږي او روان ناورین مهار شي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې وايي، په افغانستان کې وضیعت ورځ تر بلې د خرابیدو لور ته روان دی، چې شااوخواه ۲۳ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist