<h4>د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په خپله تازه مرکه کې ویلي، امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.</h4> <!--more--> <h4>ویسټ ویلي، دوی د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې مانادار، ملي او ټول منلي ترکیب غوښتونکي دي،چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.</h4> <h4>اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، امریکا او نړیوال له ټول شموله حکومت څخه مشخص تعریف نه لري او یوازې افغانستان ته پلمې جوړوي.</h4> <h4> </h4>