Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کرنې او اوبو لګولو ریاست: روان کال کې ۵۵۰ مټیریکه ټنه شات تولېد شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/29

په سوېل کې د پکتیا کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولین وايي، روان لمریز کال دغه ولایت کې ۵۵۰ مټیریک ټنه شته تولید شوي دي. 

د یاد ریاست مشر عبدالروف سعید وایي،دغه شات د مچیو له ۱۰۵ زره صندقونو تر لاسه شوي،چې د تیر کال پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی  دی. 

سعید زیاتوي:« تقریبا موږ پکتیا کې تر ۱۰۵ زره پورې د مچیو صندقونه لرو او سږ کال یې ټول تولید ۵۵۰ ټنو ته رسیږي،چې  د تیر کال  پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.» 

د پکتیا شات پر کور د ننه او بهر ښه بازار لري او مچیو لرونکي او پلورونکي یې له کاروباره خوښ دي. 

پکتیا کې یو تن  شات پلورونکی وايي:« پکتیا غوره شات لري،تر ټولو ښه یې غرني شات دي، ښه بازار لري او ښه خوند هم لري، نور هم بېلابېل ډولونه شته دی.» 

پکتیا کې یو بل شات پلورونکی بیا وايي:« له موږ سره  پلوڅه، ششوبی او د شاتو نور ډولونه شته  دی، دلته یې هم خلک ډېر اخلي او بهرنیو هېوادونو ته یې هم  استوي.» 

د شاتو مچیو روزونکي وايي،که کرنې وزارت یې په ټولییز ډول ملاتړ وکړي،د شاتو په تولید کې لا زیاتوالی راتللی شي. 

د شاتو مچیو یو تن روزونکی میرویس وايي:«که د شاتو له فارم لرونکو سره حکومت همکاري وکړي، دا تولید نور هم لوړیدای شي . همدا راز به ګڼو نورو هېوادونو ته هم صادر شي.» 

د کرنې او اوبو لګولو ریاست بیا وايي،په پکتیا کې یې د شاتو مچیو روزونکو ټولنه یې رامنځته کړې،چې ۱۸۰ تنه یې غړیتوب لري او دوی یې هر اړخېز ملاتړ کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 16, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 16, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist