ګوترس زیاته کړه:«اوس د طالبانو لپاره دا موقع ده چې د خپلو خلکو لپاره فرصتونه او امنیت ته لار هواره کړي. هغوی باید اوس نړیوالې ټولنې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. د باور جوړیدو کړکۍ اوس هم پرانیستې ده خو دا باور باید ترلاسه کړای شي.»
ګوترس پر ټولګډونه حکومت جوړولو ټینګار وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او امنیت راوستلو ژمنتیا یې هم له اسلامي امارته وغوښته.
لاینز زیاته کړه:« د ۲۰۲۱ کال له پای ته رسیدو سره، موږ شااوخا ۱۸ میلیونو کسانو ته بشري مرستې چمتو کړلې، په دوی کې مو ۱۰ میلیونو کسانو ته خوراکي توکي چمتو کړل او څه باندې ۱ میلیونو ته مو روغتیايي خدمتونه وړاندې کړل. دا د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پرتله ډېر شمېر دی،چې هغه مهال شااوخوا ۱۱ میلیونو کسانو ته مرستې رسیدلې وې، حال دا چې د وچکالۍ او نورو ستونزو ترڅنګ د کورونا ویروس ستونزه هم موجود وه.»
لاینز ټینګار وکړ،چې دا مرستې هغو سیمو ته هم رسیدلې دي،چې دا څو کلونه د امنیتي ستونزو له امله هلته د تللو امکان نه وه.
لاینز وايي، له استخباراتي پلوه اوس هم ستونزې شته،سیاسیون او مدني فعالان نیول کېږي او زنداني کیږي او د رسنیو کارونه هم له اقتصادي پلوه او د زور او فشار له امله پیکه شوي دي.
لاینز زیاتوي:« جګړه پای ته رسیدلې او د دې وخت را رسیدلی دی،چې د خلکو په ډارولو نه، د هغوی د باور په ترلاسه کولو حکومت وشي. حکومت ټول ګډونه شي،د حقونو خوندي کوونکی اوسي او د ملي پخلاینې لپاره د مذاکراتو نوښت وکړي.»
د افغان ښځو په استازیتوب د ښځو شبکې مشرې، محبوبې سراج د زدکړې او کار د هغوی لپاره تر ټولو اړین حقونه یاد کړل.
سراج زیاته کړه:« له طالبانو غواړو،چې دا ډاډ ورکړي،چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي، چې په دغو حقونو کې، د هغوی د ازادۍ، د کار او د زدکړو حقونه شمېرل کیږي.»
په دغه ناسته کې د هند استازي هم هم ګډون درلود او له افغانستانه، سیمې ته د پیښو ترهګریزو ګواښونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.