په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې لانجې د حل لپاره د قطر او ترکیی هڅې ناکامې شوي او ایران بیا د سیمه ییزې ناستې رابللو خبره کړې، خو تراوسه یې په دې اړه عملي ګامونه نه دي پورته کړي، د سیمې یو بل هېواد سعودي عربستان هم د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
که څه هم سعودي عربستان د منځګړیتوب لپاره دا وړاندیز په څرګند ډول نه دې کړی، خو د اسلامي امارت ځینو سرچینو بیا له شمشاد سره په خبرو کې د سعودي د وړاندیز پخلی کړی.
د اسلامي امارت دغو سرچینو که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده لانجې د هواري لپاره د سیمې د هېوادونو وړاندیزونه د ښه نیت پر بنسټ بللي، خو دا یې روښانه کړې نه ده چې د کوم ځانګړی هېواد هڅې به تاییدې کړي.
قطر کې د اسلامي امارت شارژدافیر سهېل شاهین وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خبرو له لارې د مسایلو پر حل باور لري. دا د اسلامي امارت تګلاره ده او په همدې نیت د اسلامي امارت پلاوی د استانبول غونډې ته تللی و مګر هلته د پاکستاني پلاوي له خوا د ځینو نا منطقي او غیر عملي غوښتنو وړاندې کېدل، پرې ټينګار کول او د اسلامي امارت غوښتنې نه منل، ټول د دې سبب شول چې په خبرو کې پرمختګ ونه شي.»
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې د هواري لپاره د روسیی، ایران او اوس د سعودي عربستان دا وړاندیزونه داسې مهال دي چې د قطر او ترکیې هڅې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې په هوارولو کې پاتې راغلې.
شنونکي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د ناکامېدو پړه په پاکستان اچوي او وايي، اسلام اباد د خپلې غلطې تګلارې په وسیله د شخړو د هوارولو هڅې له خنډونو سره مخامخوي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سیمر انګار وايي: « حل لاره یې دا ده چې باید افغانستان خپلواک سیاست ولري، اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي او ملي یوالي شتون ولري، ترڅو ملي حاکمیت وساتل شي او د نورو هېوادونو تر اغېز لاندې لاړ نه شي.»
ځينې د حکومت دا دريځ چې په سيمه کې له چا سره شخړې نه غواړي، مهم ګڼي او د سيمهييز ثبات پياوړتيا لپاره له پاکستان هم د ورته دريځ خپلولو غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا خبره او تر ډېره په پاکستان پورې اړه لري؛ که پاکستان غواړي له افغانستان سره د متقابل درناوي پربنسټ ښې اړیکې ولري، باید په خپلو پالیسیو کې اساسي بدلونونه راولي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو له ناکامېدو موده وروسته ترکيې اعلان وکړ چې سياسي او امنيتي پلاوی به يې اسلاماباد ته سفر وکړي، ترڅو پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د ستونزې حل لپاره په خپل دریځ کې نرمښت ته وهڅوي. خو ښکاري چې پاکستان په دې اړه د منځګړو هېوادونو هڅو ته هېڅ ډول درناوې نه کوي.