Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سعودي عربستان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز کړی

سعودي عربستان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې لانجې د حل لپاره د قطر او ترکیی هڅې ناکامې شوي او ایران بیا د سیمه ییزې ناستې رابللو خبره کړې، خو تراوسه یې په دې اړه عملي ګامونه نه دي پورته کړي، د سیمې یو بل هېواد سعودي عربستان هم د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

که څه هم سعودي عربستان د منځګړیتوب لپاره دا وړاندیز په څرګند ډول نه دې کړی، خو د اسلامي امارت ځینو سرچینو بیا له شمشاد سره په خبرو کې د سعودي د وړاندیز پخلی کړی.

د اسلامي امارت دغو سرچینو که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده لانجې د هواري لپاره د سیمې د هېوادونو وړاندیزونه د ښه نیت پر بنسټ بللي، خو دا یې روښانه کړې نه ده چې د کوم ځانګړی هېواد هڅې به تاییدې کړي.

قطر کې د اسلامي امارت شارژدافیر سهېل شاهین وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خبرو له لارې د مسایلو پر حل باور لري. دا د اسلامي امارت تګلاره ده او په همدې نیت د اسلامي امارت پلاوی د استانبول غونډې ته تللی و مګر هلته د پاکستاني پلاوي له خوا د ځینو نا منطقي او غیر عملي غوښتنو وړاندې کېدل، پرې ټينګار کول او د اسلامي امارت غوښتنې نه منل، ټول د دې سبب شول چې په خبرو کې پرمختګ ونه شي.»

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې د هواري لپاره د روسیی، ایران او اوس د سعودي عربستان دا وړاندیزونه داسې مهال دي چې د قطر او ترکیې هڅې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې په هوارولو کې پاتې راغلې.

شنونکي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د ناکامېدو پړه په پاکستان اچوي او وايي، اسلام اباد د خپلې غلطې تګلارې په وسیله د شخړو د هوارولو هڅې له خنډونو سره مخامخوي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سیمر انګار وايي: « حل لاره یې دا ده چې باید افغانستان خپلواک سیاست ولري، اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي او ملي یوالي شتون ولري، ترڅو ملي حاکمیت وساتل شي او د نورو هېوادونو تر اغېز لاندې لاړ نه شي.»

ځينې د حکومت دا دريځ چې په سيمه کې له چا سره شخړې نه غواړي، مهم ګڼي او د سيمه‌ييز ثبات پياوړتيا لپاره له پاکستان هم د ورته دريځ خپلولو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا خبره او تر ډېره په پاکستان پورې اړه لري؛ که پاکستان غواړي له افغانستان سره د متقابل درناوي پربنسټ ښې اړیکې ولري، باید په خپلو پالیسیو کې اساسي بدلونونه راولي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو له ناکامېدو موده وروسته ترکيې اعلان وکړ چې سياسي او امنيتي پلاوی به يې اسلام‌اباد ته سفر وکړي، ترڅو پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د ستونزې حل لپاره په خپل دریځ کې نرمښت ته وهڅوي. خو ښکاري چې پاکستان په دې اړه د منځګړو هېوادونو هڅو ته هېڅ ډول درناوې نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist