Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروزګان کې پر نږدې ۱۰ زرو اړمنو کورنیو د غنمو وېش لړۍ پيل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/26

ځايي چارواکي وايي، د اوس لپاره یې ۹۵۰۰ غربت ځپلو کورنیو ته د هند له لوري د  مرسته شویو غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

 د یاد ولایت مقام استازی حافظ خالد وايي،   د غنمو دغه  مرستې  وچکالۍ او  د جګړو ځپلو کورنیو لپاره ځانګړې شوي دي.

 خالد وايي، د مرستو په دغه لړۍ  کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰کیلو غنم ورکول کېږي، خو د په خبره یې  هڅه کوي اړمنو ته لا زیاتې مرستې ورسوي.

هغه زیاته کړه:« د دغو کورنیو ډېره برخه د سخت غربت تر څنګ جګړو او وچکالۍ ځپلي دي. موږ  اوس  دوی ته د هند  له لورې مرسته شوي غنم وېشو،خو د راتلونکي لپاره به د بې وزلو کورنیو لپاره داسې پروژې هم عملي کړو، چې غربت ځپلي کورنۍ خپل اقتصاد خپله جوړ کړي.»

د دغو مرستو د وېش په لومړۍ ورځ  سلګونه غربت ځپلې کورنۍ د مرستو تر لاسه کولو لپاره راټولې شوې وې. 

دوی ورسره شویو مرستو مننه کوي، خو تر څنګ یې د ورته مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

اروزګان اوسېدونکی محمد ولي وايي:« موږ ډېر خوشاله یوو. دوې بوجۍ غنم مې تر لاسه  کړل، خو هېله مو داده، چې دغه مرستې نورې هم ډېرې شي.» 

تر دې وړاندې اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بشري مرستو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي وو، بېړنۍ مرستې د  افغانستان بشري ناورین لپاره اغېزمنه چاره نه ده او نړیواله ټولنه باید دغه هېواد کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist