Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان سره ۴۰۵میلیونه ډالرو مرسته تائید کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/26

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان کې د غذایي خوندېتوب، روغتیا او زده کړو د ملاتړ لپاره ۴۰۵ میلیونه ډالر مرسته تائید کړه.

د یاد بانک له لورې په  خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرسته به د ملګرو ملتونو د سازمانونو او د دغو سازمانونو همکارو موسسو له لارې ولګول شي. 

د اسیا پراختیایي بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو د ادارو د اټکل له مخې ۲۲ اعشاریه  ۸ میلیونه خلک د خوړو ناخوندېتوب په جدي ګواښ کې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته به یوسلو پنځه دیرش میلیونه ډالر او د خوړو او زراعت پروګرام ته به پنځه شپیته میلیونه ډالر ورکړل شي.»

د اسیا پراختیایي بانک ویلي، له دې سره به  سلګونه زره کسان د خوړو برخه کې له ګواښه ووځي.

یاد بانک دا هم ویلي،چې نورې څومره پیسې د کومو ادارو له لورې مصرف شي. 

د اسیا پراختیایي بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« دوه سوه میلیونه ډالر به یونېسف ته ورکړل شي،چې د روغتیا او زده کړو برخه کې به یې مصرف کړي.د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ته به پنځه میلیونه ډالر ورکړل شي، چې د پروژو څارنه وکړي، په هېواد کې په لویه کچه اقتصادي او ټولنیزه ارزونه وکړي، د اسیا پراختیایي بانک د پروژو د اغیزمنتیا ارزونه وکړي.» 

د اسیا پراختیایي بانک داسې مهال د ملګرو ملتونو د سازمانونو له لارې د مرستې اعلان کوي،چې دغو ادارو له وړاندې بشري مرستې پیل کړي دي.

دا مرستې که څه هم له هرکلي سره مخ دي،خو  نیوکې هم شته، چې د اړمنو پرځای د نورو جیب ته ځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist