د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان یو پلاوی د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او د ټاپ یا پاکستان او افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی.
یاد شرکت وايي، تمه لري،چې د یوې ګډې تګلارې په رامنځته کېدو سره به د برېښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې چارې چټکې شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژۍ نړیوالو پروژو مشر مراد آرتیکوف ویلي، له برېښنا شرکت سره په همغږۍ او همکارۍ به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې پرمخ یوسي.
د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت بېلا بېلې ډلې به تر درې ورځنیو بحثونو وروسته نوي تړونونه هم لاسلیک کړي.