Skip to content
ناروې ته د افغانستان اسلامي امارت تللي پلاوي یوه استازي شفیع اعظم رسنیو ته ویلي، چې افغانستان، امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو د ښځو تعلیم، بانکي سکتور او اقتصادي برخې پیاوړتیا ترڅنګ په ځينو مواردو کې هوکړې کړې دي.
اعظم ویلي، د ناستې په دويمه ورځ دواړو لوريو د تخنيکي کمېټو په شتون کې په بشري اقتصادي مرستو، امنيتي مسايلو او د بشر او د ښځو د حقونو برخه کې خبرې کړې دي.
اعظم زیاته کړې،چې د خبرو فضاء مثبته وه او ادعا يې کړې ده،چې دواړو لوریو د ښځو تعلیم، بانکي سکتور، او اقتصادي برخې تر څنګ په ځينو مواردو کې هوکړې وشوې.
اعظم په خبره، نن سې شنبه به په ګڼو موضوعاتو بشپړې خبرې وشي او تمه یې وښوده،چې له ګڼو لاسته راوړنو سره به افغانستان ستانه شي.
راپورونه وایي، دواړه لوري هيله من دي،چې دا ناستې به يې خپلو موخو ته نژدې کړي.