Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناروې کې له مېشتو افغانانو سره د اسلامي امارت  پلاوي مذاکرات پای ته رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/25

په ناورې کې د  اسلامي امارت او مېشتو افغانانو ترمنځ مذاکرات،چې یو شمېر یې د پخواني حکومت د کابینې او ولسي جرګې غړي وو، د یوې ګډې اعلامې په خپرولو سره پای ته رسېدلي او د خبرو دویم پړاو له امریکا او اروپایي ټولنې سره پیل شوی دی.

اسلامي امارت ویلي، ناسته په ښه فضاء کې ترسره شوې او د دې ډول ناستو دوام یې د ښیې راتلونکې لپاره ښه فرصت بللی دی.

په مذاکراتو کې زیاته برخه د ښځو ګډون و، چې د بېلا بېلو جهتونو په استازولۍ ورغلې وې.

شفېع اعظم  د ناورې ناستې یو تن ګډونوال وايي:« د لېدنې فضاء ډېره مثبته وه او یوه هېله مندي رامنځته شوه،چې دغه ډول ناستو دوام ورکړل شي. افغانان په خپلو کې د یو بل خبرې مخامخ واوري. پرته له دې چې د رسنیو له لارې تبلیغات کېږي.د دې هېله مندي شته دی،چې ډېرې ستونزې به هوارې شي. بلاخره نن دغې ناستې دا هېله مندي پیدا کړه،چې افغانان کولای شي،چې یو واحد ملت شي او د موجوده نظام د تقویې لپاره کار وکړي، ترڅو په سیمه او نړۍ کې د یوه سیال ملت په توګه سر راپورته کړي.» 

سره له دې چې په ناورې کې د اسلامي‌امارت پلاوي سره ناست افغان فعالان زیات بانفوذه او اغېز لرونکي نه ښکاري،خو په دې ناسته کې د حکومتولۍ په څرنګوالي بحث شوی او له اسلامي امارت غوښتل شوي،چې ښځو ته په سیاست کې ځای ورکړي او د دوی په ازادیو شته محدودیتونو ته د پای ټکی کېښودل شي. 

د سیاسي چارو یوشمېر  کارپوهان باور لري،چې ناروې کولای شي،د کړکېچ په پای ته رسېدو کې مهم رول ولوبوي.

 د سیاسي چارو کارپوه  خلیل احمد نادم  وايي:« زه فکر کوم، دا یو مثبت ګام دی،چې دوی طالبانو ته ښیي، چې یوازې ټوپک دحل لاره نه ده،د مذاکرې لار هم د حل یوه لاره ده. مدني حرکتونه هم کولای شي،چې د حل یوه لاره په افغانستان کې پيدا کړي.  نو دا د افغانستان لپاره یو مثبت ګام دی،چې افغانان سره کیني، د مېز تر شاه خبري کوي او په راتلوونکې کې به دا دوام مومي.» 

ناروې د طالبانو او پخوانیو سیاسي مشرانو ترمنخ خبرو ته له پخوا لېواله وه،چې د افغانستان د کړکېچ حل په برخه کې رول ولوبوي، دا لېوالتیا هغه وخت زیاته وه،کله چې د اسلامي امارت او د  محمد اشرف غني حکومت ترمنځ دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې وې.

اسلامي ‌امارت هڅه کوي،نړیوالو ته د دې ناستو له لارې پیغام ورکړي،چې دوی کولای شي افغانستان مدیرت کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د دې ناستې پایلې اوږدمهال کې څرګندېدای شي او د راتلونکي لپاره یو ښه فرصت دی.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب وايي:«  دغه شان ناسې معمولا ژر پایلې نه لري. موږ له هرې ناستې د یوې عملي لاسته راوړنې تمه نه شو کولای. خو د راتلوونکو فرصتونو مدیریت لپاره، همدارنګه د ګواښونو د بحث لپاره دا یو ښه فرصت کېږي. هېله دا ده،چې  افغانان له دې فرصته استفاده وکړي  او په راتلوونکې د یوه باثباته افغانستان لپاره له همدې لارې ګامونه پورته کړي.» 

ټول ګډونه حکومت،بشري حقونه، دښځو حقوق او دې ته ورته نور د نړیوالو هغه غوښتنې او شرطونه دي، چې د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پيژندنې لپاره یې  وړاندې کړي دي.

کارپوهان وایي،د دې غوښتنو نه پوره کېدو په صورت کې د اوسلو مذاکرات مثبته پایله نه شي لرلی.

اوس به ولیدل شي،چې اروپا ته د اسلامي‌امارت پلاوي لومړنی سفر به څه پایله ولري. خو هغه څه چې اوس روښانه دي،هغه دادي،چې د اسلامي امارت حکومت به د اوس لپاره په رسمیت نه منل کېږي ولې دې ډول مذاکراتو هېله بیا داده،چې دې کار سره په راتلونکې کې مرسته کولای شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist