Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې یو ځل بیا د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/24

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ څو میاشتې وروسته په کندهار کې یو ځل بیا د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شو. 

په تېره یوه اوونۍ کې دې مرکز ته تر یو زرو پنځه سوه ډېرو کورنیو خپل کاغذي ثبت شوي فورمې سپارلي،چې برېښنايي پيژندپاڼې تر لاسه کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، یوازې دوه مرکزونه بسنه نه کوي او له مسوولینو غواړي،چې په ښار او ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه خلاص کړي. 

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی عصمت الله پردېس وايي:« غوښتنه مې دا ده، چې خلکو اسانتیاوې رامنځته شي. ګڼه ګوڼه زیاته ده، لاسرسی له هرځایه نه کېږي. د خلکو ځایونه لري دي. په ولسوالیو کې مرکزونو ته اړتیا شته دی. په ناحیو کې مرکزونو ته اړتیا شته دی. باید دا ټول فعاله شي.» 

د تېر حکومت پر مهال کندهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د نوم لېکنې لپاره د انلاین ترڅنګ په کې درې مرکزونه فعاله وو، خو  د اوس لپاره په دغه ولایت کې دوه مرکزونه فعاله دي، چې خلک ورته په کاغذي بڼه  نوم لېکنه ورکولای شي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی  عبدالحد احمدي وايي:« پخوا مرکزونه ډېر فعاله ول، خلکو ته هم اسانتیاوې ډېرې وې.  خلک هر مرکز ته ورتللی شوای، خوا اوس دا دوه مرکزونه فعاله دي. زه له مسوولینو دا غوښتنه لرم، چې نور مرکزونه هم فعاله کړي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.» 

خو مسوولین بیا وايي، د مرکزونو شمېر به ډېر ژر پنځو ته پورته شي او دې سره به د مراجعینو ستونزې حل شي. 

د برېښنایې پېژندپاڼو وېش د جمهوریت له دورې پيل شوی،چې داسلامي امارت په راتګ سره یې وېش کې ځنډ راغی،خو بېرته په پړاویز ډول پيل کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist