Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: ځینې هېوادونه د سیاسي موخو لپاره افغان کډوالو سره ناسم چلن کوي

متقي: ځینې هېوادونه د سیاسي موخو لپاره افغان کډوالو سره ناسم چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلن انتقاد کړی او وايي، ځینې هېوادونه د سیاسي ملحوظاتو له کبله د افغان کډوالو په وړاندې غیر انساني او د نړیوالو اصولو خلاف چلن کوي.

مولوي امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سکټوري وزارتونو او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمې غونډې ته خبرو کې پاکستان ته په اشارې دا څرګندونې کړې دي.

 که څه هم متقي د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو اجباري ایستلو ته زور ورکړی.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي زیاته کړې: « بل مثال یې افغان مهاجرینو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله د ځینو هېوادونو غیر انساني رویه ده. د ژمي په دې یخ موسم کې له یوې خوا په زور د کورونو پرېښودلو ته اړ کېږي او له بلې خوا ورته په کرښه دروازه تړي او د تګ اجازه نه ورکوي. آیا دا د کډوالو له نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه نه ده؟ آیا دا د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په حق کې غټه بې انصافي نه ده؟»

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زياته کړې چې په افغانستان کې باید مرستې په داسې ډول ولګول شي چې په اوږد مهال کې د خلکو او هېواد په اقتصادي وده کې رغنده رول ولري.

نوموړي د نړیوالو له خوا د کېدونکو بشري مرستو هرکلی کړی، خو زیاتوي چې بشري مرستې نور باید په بنسټیزو برخو کې ولګول شي، ترڅو په اوږد مهال کې افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه ویلي: « بشري مرستې په لنډمهال کې د خلکو عاجلې اړتیاوې پوره کوي، خو په اوږده مهال کې بیا اړمن خلک داسې لاسنیوي ته اړتیا لري چې پر خپلو پښو ودرېږي؛ ځکه نو موږ باید د اوږده مهال لپاره د اړمنو لاسنیوی وکړو او د دې زمینه برابره کړو چې دوی په خپلو پښو ودرېږي او له فرصتونو ډک راتلونکی ولري. دا هغه وخت ممکنه ده چې په زېربنا، بیارغونې، حیاتي پروژو او د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا تمرکز وشي.»

همدارنګه امیرخان متقي ویلي، د اسلامي امارت حکومت له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې هېواد له هره اړخه په پښو ودروي. د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د تېرو څلورو لسیزو جګړو له اغېزو د وتو لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، خو د ده په خبره، نړیوال بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره تړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې اړه ویلي: « د دې یادونه هم اړینه ده چې یادو ننګونو ته د رسېدنې په موخه کافي نړیوالې مرستې نه دي رسېدلې او سیاسي موضوعات له بشري موضوعاتو سره تړل کېږي. دغه کار د مرستې او همکارۍ پروسې ته زیان رسوي. د افغانستان اسلامي امارت په ټول افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی ممکن کړی او دا یې پالیسي ده چې بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي.»

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له نړۍ غوښتنه کړې چې بشري مرستې باید له سیاسي ملحوظاتو سره و نه تړي او د اسلامي امارت چارواکو ته په هغو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړي چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري موضوعاتو اړوند ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist