Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښار کې د سطحي اوبو مهارولو پروژه پيل شوه

جلال اباد ښار کې د سطحي اوبو مهارولو پروژه پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

جلال اباد ښار چې د زیات نفوس له امله يې ښاري نظم او ښکلا زیانمنه شوې، دغه راز د ورښتونو پر مهال د دې ښار سړکونه له اوبو ډک او خلک په کې په اسانۍ تګ راتګ نه شي کولی.
تازه د یادې ستونزې د حل لپاره د جلال اباد ښاروالۍ د تلاشۍ له څلور لارې تر شیشم باغ پورې د کانال یا ویالو جوړولو چارې پيل کړې.
د مسوولینو په خبره، دا ویالې  د ۱۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۱۲۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱.۳ مترو پلنوالي سره جوړېږي.

د جلال اباد ښاروال بسم الله بلال وايي: « د دې کانال اوږدوالی ۱ زر ۲۱۶ متره او عرض یې ۱۳۰ سانتي متره دی. دا پروژه د جلال اباد ښار د تلاشۍ له چوک څخه پیل تر شیشم باغ پورې غځېږي. همدارنګه یوه بله پروژه هم لرو چې انشاالله په لنډ وخت به یې کار پیل شي او اوبه به له ښاره د باندې وباسي.»

محلي مسوولین ډاډ ورکوي چې د دې ویالو په جوړېدو سره به د بارانونو پر مهال پرسړکونو اوبه نه ډنډېږي او نه به هم ښاریان او هټۍ وال له ستونزو سره مخ کېږي.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس انجینر وحید الله مخلص وايي: « د بارانونو پرمهال اکثریت د تلاشۍ په چوک کې اوبه ډنډېږي او د سړک د تخریب ترڅنګ د خلکو لپاره د ستونزو سبب کېږي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به دا ستونزې هوارې شي او اوبه به عمومي جر ته انتقال شي.»

په ورته مهال، ښاریان د دې ښار په نورو سیمو کې هم د ورته ویالو او د کانالونو د جوړولو غوښتنه کوي.
د جلال اباد اوسېدونکی امرالله وايي: « له تلاشۍ چوک څخه تر قول اردو پورې ساحې خلک ډېر له اوبو په تکلیف دي. موږ به د ناحیې له آمر او وکیلانو سره یوځای د شپې راوتلو او د اوبو په ایستلو کې به مو مرسته کوله، ترڅو د خلکو کورونه او هټۍ تخریب نه کړي. تمه لرو چې د دې پروژې سره سطحي اوبه انتقال شي.»

د جلال اباد اوسېدونکی رحمت الله وايي: « په دې کانال سره زموږ مشکل سل په سلو کې نه حل کېږي بلکې یوه بل کانال ته په مخابراتو چوک او بل کانال ته هم د پوهنتون له شفاخانې سره اړتیا ده. ترڅو د ښار ټولې اوبه سیند ته وباسي. کله چې باران وشي، د مخابراتو چوک کې خلک نه شي تېرېدلی.»

جلال اباد ښار چې اوسمهال په کې تر پخوا څو چنده ډېر خلک اوسیږي، منظم کانالیزاسیون نه لري او د ورښتونو پر مهال اوبه د خلکو کورونو او هټیو ته پورته کیږي چې له امله یې خلکو ته مالي زیانونه اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist