Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړۍ له افغانستان سره د خپلو ګټو ساتلو په موخه یو طرفه اړیکې پالي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/23

د سیاسي چارو  یوشمېر شنونکي وايي، افغانستان د نړۍ په ډيپلوماټیکه لوبه کې څنډې ته شوی او لامل یې د افغانانو تیروتنې بولي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« افغانستان د نړۍ په ډیپلوماټيکه لوبه کې د محکومیت کنج ته تمبول شوی دی. په دې مانا،چې د دې لوبې قوانین خارجي نړۍ ټاکي او هغوی له افغانستان سره تعاملات لري،خو افغانستان هلته سفارت نه شي پرانېستلی. یانې دا یوه بشپړه یو اړخېزه اړیکه ده،چې د هغوی د خپلو ګټو لپاره ده.» 

د امریکا ځانګړي استازي،توماس ویسټ په تازه خبرو کې ویلي، اوس مهال د افغانستان د رسمیت پیژندلو لپاره اراده نه لري. 

ورته مهال اروپايي ټولنې په کابل کې د خپل دفتر له پرانېستلو وروسته ویلي، دغه دفتر یې د حد اقلي همکاريو او بشري مرستو رسولو په موخه پرانیستی او د رسمیت پیژندو په مانا نه دی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، اروپايي ټولنه او امریکا ګډ دریځ لري او د افغانستان په‌تړاو د دوی اوسنی دریځ له فشار ډک دی،خو کله نا کله پر نرمښت بدلیږي.

دوی ټینګار کوي،چې اوس اسلامي امارت باید خپله څرګنده پالیسي اعلان کړي،ترڅو دا اړیکې مبهمې پاتې نه شي.

شنونکی نورالله حضرتي وايي:«هغه څه چې اوس اسلامي امارت ته پکار دي، هغه دا دي چې باید داسې یوه څرګنده پالیسي د نړیوالو اړیکو په تړاو وړاندې کړي چې له امریکا او اروپا سره یې په اړیکو کې مبهم څه پاتې نه شي او دوی خپله پالیسي ډیره روښانه کړي.»  

خو یو شمیر نور بای په دې اند دي،چې د ډيپلوماسۍ له پلوه په یوه هېواد کې د استازولۍ دفتر پرانېستل نیمه رسمیت پیژندل دي او تر شاه یې پټ تعاملات موجود دي.

شنونکی بلال فاطمي وايي:« دا چې دوی دلته دفتر پرانیزي او اروپايي ټولنې له دفتر پرانېستلو وروسته ویلي،چې د رسمیت پیژندلو په مانا نه ده. دا د دویمې سطحې ډيپلوماسۍ له مخې دا د رسمیت پیژندلو په مانا ده،ځکه دوی چې هر ډول مراودې کوي او له حقوقي پلوه به یې ټول فعالیتونه او اړیکې له بهرنیو چارو وزارت سره وي.» 

اخوا اسلامي امارت بیا د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو لرلو او اقتصادي راکړې ورکړې ټینګار کړی او اوس هم د دغو ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په لټه او غوښتوونکي یې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist