ولسي جرګې نن شنبه د ټولګټو وزیر یما یاري استیضاح کړی و.
ولسي جرګې د هغو پنځو وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې چې تېر مالي کال یې خپله بودیجه له اویا سلنې کمه لګولې ده.
ټولګټو چارو وزیر یما یاري د پنځو په نښه شویو وزیرانو له ډلې لومړنی هغه وو ، خو یاري وتوانید چې له ولسي جرګې دباور رایه واخلي او خپلې دندې ته دوام ورکړي.
ولسي جرګه په پام کې لري چې پنځه وزیران د کمې بودجې د مصرف له امله استیضاح کړي.
ټولګټو وزارت، عدلیې وزارت، له نشه یي توکو سره د مبارزې، مخابراتو او ټرانسپورټ هغه وزارتونه دي چې ولسي جرګه وایي، کمه بودیجه یې مصرف کړې او وزیران به یې استیضاح کړي.
د شنبې په ورځ ولسي جرګې خپلې غونډې ته د ټولګټو وزیر یما یاري د کمې بودیجې د لګولو له امله راغوښتی وو.
خو یما یاري وایي، یو کال کېږي چې وزیر شوی او له ټولو ستونزو او ننګونو سره سره یې ۹۷ ٪ بودیجه مصرف کړې ده.
یاري وایي، دلته ډیری داسې پروژې دي چې له ده وړاندې نورو وزیرانو یې یوازې تړون کړی او عملي کار یې هېڅ نه دی کړی.
د ظرفیتونو کمښت، د مافیا شتون، نا مناسب اداري تشکیل او داسې نورو هغه موارد دي چې وزیر ترې د ستونزو په توګه یادونه وکړه.
وکیلانو د وزیر په څرګندونو قناعت ونکړ تر هغې چې خبره تر صندوقونو ورسیده خو ټولګټو چارو وزیر بیا وتوانید چې له ولسي جرګې شپیته د تایید، څلوردیرش رد، پنځه باطلې او یوه هم سپینه رایه واخلي چې په دې سره په خپله دنده پاتې شو.