Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان له تاجیکستان سره د ښو اړیکو په لټه کې دی

متقي: افغانستان له تاجیکستان سره د ښو اړیکو په لټه کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

د افغانستان لپاره د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو ادارې لوړ پوړي پلاوي د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.

په دې لیدنه کې پر ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو سربېره په ګڼو برخو کې د اړیکو پر ودې خبرې شوې او د متقابلو اړیکو پر بنسټ د ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر دوام هم ټینګار شوی.

متقي د افغانستان او تاجیکستان اړیکې دا مهال په ښه حالت کې یادې کړې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کې به لا وده وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «  د تاجیکستان جمهوریت د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ لوړ پوړي پلاوي چې د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه په تېره بیا د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو په برخو کې خبرې وکړې.»

بل پلو، تاجیکستاني پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د ودې ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده چې دواړه هېوادونه کولی شي په ګڼو برخو کې همکارۍ لا پراخې کړي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کابل او دوشنبې اړيکې په فاصله کې پاتې شوې وې او د حکومت پر ډاډ سربېره، تاجیکستان ظاهرا لامل د سخت دریځو او افراطي ډول د حضور اندېښنه ياده کړې وه.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « تاجیکستان په دې پوهېږي چې دوی یو آسیب پذیر هېواد دی؛ دا چې اوس دوی راغلي او له موږ سره اړیکې جوړوي او دغه راز د اسلامي امارت مخالفین له خپلې خاورې شړي، موږ یې باید هرکلی وکړو او لاس ورکړو. موږ دواړه ګاونډي هېوادونه یو او باید له یوبل سره نېکې اړیکې ولرو، ترڅو سوله او ثبات تأمین شي.»     

د افغانستان او تاجیکستاني چارواکو ترمنځ لومړۍ رسمي مخامخ لیدنه د روانې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه، دوشنبې ښار ته د بلخ والي یوسف وفا له سفر وروسته وشوه چې ترې وروسته یاد تاجیکستانی پلاوی هم کابل ته راغی.

د چارو شنونکي وايي، په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په پرتله له افغانستان سره د تاجیکستان اړیکې په نارمل حالت کې نه وې، خو د یاد پلاوي راتک ښايي د دغو اړیکو د ښه ‌والي پیلامه وي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « افغانستان ته د لوړ پوړي تاجیکستاني پلاوي سفر او له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو تکل، ښه اقدام او ښه زېری دی.»  

دا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته د تاجیکستان د لوړ پوړي پلاوي لومړی سفر دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته ترسره کېږي.

 له دې وړاندې د دوشنبې او کابل ترمنځ اړیکې د اوسني حکومت مخالفو سیاسي څېرو ته د ځای ورکولو او نورو مسایلو له کبله عادي نه وې او تاجیکستان لوموړی هېواد و چې په واضح ډول یې له اسلامي امارت سره د مستقیمو اړیکو د نه لرلو خبره کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist