Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو

عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو او لانجې حلولو په موخه د ترکیې او قطر له منځګړیتوب وروسته، دا ځل ایران دې کشالې ته د حل لارې موندلو تکل کړی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د يک ‌شنبې په ورځ د ٬٬نړیوال حقوق تر تېري لاندې، یرغل او دفاع،، تر نامه لاندې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو ستونزو او اختلافاتو د حل په موخه په سیمه‌ییزه کچه د يوې ناستې رابللو خبر ورکړی.

سیدعباس عراقچي که څه هم د دې ناستې د کره نېټې او نورو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې يې ده چې تهران د دواړو خواوو ترمنځ د موجوده لانجې د حل پلوی دی او دې موخې ته د رسېدو هڅه کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي: « موږ په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په هوارولو بوخت یو. ما ټیلفوني اړیکې نیولې دي او امېد لرم چې یوې پایلې ته به ورسېږي. د دې لپاره به که خدای کول یوه سیمه ییزه ناسته جوړه شي، موږ د دې کار په لټه کې یو.»

د افغانستان حکومت که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو په بیا بیا یې مذاکرات او ډیالوګ د ستونزو د حل غوره لار بللې ده.

بله خوا، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده لانجې د هواري په موخه د تهران له خوا د منځګړیتوب له وړاندیز هرکلې کړی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهرحسین اندرابي ویلي: « ایران ورور او ملګری هېواد دی. ایران د ملګرو ملتونو د یوه مسوول هېواد په توګه د منځګړیتوب وړاندیز کړی.  پاکستان تل د ډیالوګ او ډېپلوماسۍ له لارې مسایلو ته د سوله ‌ییزو حل لارو موندلو غوښتونکی دی او موږ په دې برخه کې د ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز پوره هرکلی کوو. ایران د افغانستان او پاکستان نږدې او مهم ګاونډی دی. موږ باور لرو چې ایران د منځګړیتوب په مسله کې مهم رول لوبولی شي.»

د چارو شنونکي هم د افغانستان او پاکستان د یوه ګاونډي په توګه د ایران د منځګړیتوب هڅې مهمې ګڼي او باور لري چې که د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ستونزه د خبرو او ډیالوګ له لارې حل شي، ایران به یې هم له ګډو ګټو برخمن شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « افغانستان کې سوله او امنیت د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي. د همدې لپاره ایران هم د منځګړیتوب هڅه کوي او غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې مخه ونیسي.»         

دا ایران له خوا دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې تردې مخکې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د کابل او اسلام اباد درې دورې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېدل.

له ایران سربېره، مسکو هم چمتو والې ښودلی چې د افغانستان او پاکستان د غوښتنې په صورت کې منځګړیتوب وکړي.

افغان شنونکي که څه هم د سیمې او ګاونډ د هېوادونو هلوځلو ته خوشبینه دي، خو د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې په خپل سیاست کې بدلون راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist